تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی…

ادامه

۱۶ تنه د نشه ی توکو دقاچاق په تور محکوم په سزا شول

2018-05-15 Presiner 5.jpg

 

دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کی دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۱۶ تنه د۱۳ قضیو په اړوند له یوه کاله اویوی میاشتی تر۱۵ کالو حبس محکوم په سزا شوی دی.

یاد کسان  دبیلابیل نشه یی توکو په تړاو دمسکراتو اومخدره توکو سره دمبارزی پولیسو لخواه دهیواد له ګوډ، ګوډ نه نیول سوی او دعدلی اوقضایی تعقیب په موخه له شته دوسیو سره یاد محاکمو ته استول شوی و.

د محکوم شوی کسانو په منځ کی ۳ تنه یی دطیاری ټکټ هم اخیستی و او هوډی درلود چی بیلابیل نشه یی توکی لکه هیرویین اوتریاک هندوستان هیواد ته قاچاق کړی.

د نشه یي توکو او مسکراتو پر وړاندې  د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ۱۳۸۴کال کې تاسیس او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون د ۱۶ او۱۷ مادې له مخې د هغو قضیو چې مقدار یي څه باندی یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس گرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.

په یاد وخت کی  دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس اونور کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یی توکو د قاچاق د۱۵قضیو په اړوند ۲۰تنه د۲ ښځی په ګډون دنشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوی او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړونو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.

د پورتنیوتورنوپه مینځ کې۷ تنه چې هیرویین ډوله نشه یي توکی اونغدی پیسی چی په خپل ګیډی اوسفری بکسونو کی ځای پرځای کړی وو اوغوښتل یی چی  د حامد کرزي له نړیوال هوایی ډګرڅخه هندوستان(دهلی ښار) ته انتقال کړي شتون لري.

تورن کسان د کابل ،جوزجان،بلخ،ننګرهاراوکندهار ولایتونو څخه له نشه یي توکو او روان بدلونکې ګولیو سره نیول شوی دي.

له نیول شویو کسانوڅخه ټولټال څه باندی۴کیلوګرامه هیرویین،څه باندی۱۱۴کیلوګرامه تریاک،څه باندی ۱۵۷ کیلوګرامه چرس، ۸۱۱ ګرامه جامد کیمیاوی مواد، ۴۲ګرامه ښیښه، ۳۰۹۰۰ افغانی  ،۱۱۰۰ نغدی امریکایی ډالره،۶۰۰۰ هندی کلداری ،۷۰۰۰ پاکستانی کلداری ،۱۳۱۰۰۰ ایرانی تومان ،۱۸سیټه ګرځنډه ټیلفونونه او۶ عرادی بیلابیل موټره کشف او ضبط شوي.