د قزاقستان هیواد په پلازمینه الماتا ښار کې چې د مدیریت او رهبري ښونیز کورس جوړه شوی وه په هغه کې د نشه یي توکو او مسکراتو پرضد د مبارزی عدلی اوقضایی مرکز چارواکو او سلاکارانو ګډون کړی وو.
دغه کورس د مدیریت او رهبري د لوړلو کچي په موخه دایره شوی وه.
یاد ښونیز کورس د روان کال د غوایئ میاشتی له ۸ مه تر ۱۲ نیټه چې دوام درلود په هغه کې دپلان جوړونی، پریکړه، دوخت مدیریت، دستراتیژي اړیکو اوپلان په اړه عملي او نظری بحث وشو.
دیاولو وړ ده چې ددغه ښونیز کورس په پاي کې دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز چارواکو دنشه یي توکو سره د مبارزی د مینځنی آسیا داطلاعاتو اوسیمه ایز همغږی اداری (کرک) له مشرانو سره هم خبری وکړي.
په دي خبرو کې دواړو لورو دمخدره توکو د مبارزی په اړه خبری اتری وکړي .
دا په داسي حال کې ده چې دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز چارواکو اوکارکونکو دمسلکي ظرفیت دلوړولو په موخه تردي وړاندی یوشمیرهیوادونوته سفرونه یي تر سره کړی دي.

