Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): دوری میاشتی راپور

دوری میاشتی راپور

2018-04-23 CNJC-LOGO

 

دمسکراتواونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزدتدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت،ځانګړی څارنوالی لوی ریاست او د ابتدایی او استیناف محاکمو میاشتنې راپور

د پولیسو د تدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ د۱۳۹۷ کال د وری میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۵۳قضیو په تړاو۶۵ تنه د دوی ښځئ اوڅلور دولتی کارکونکواویو ایرانی وګړی په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په مینځ کې ۲۵ قضیی د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تړاو لری چې قاچاق وړونکو هوډ درلودل چې نشه یې توکې له دی لاری څخه هندوستان اوسعودی عربستان هیوادونه ته قاچاق کړي.

دمسکراتو اونشه یی توکو د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست د راپور پربنسټ، یاد ریاست وروسته له هغه چې دتدقیق، پلټنی او لابراتوارلوی مدیریت څخه قضیی ترلاسه کړ په دی موده کې یې د تیری میاشتي له پاتی شویو قضیو سره ټولټال د ۵۴ قضیو څیړني بشپړي کړی دي.

یاد ریاست د دی میاشت په اوږدوکي ۶۰ قضیی ابتدایی محکمي ته،۳۸ قضیی استیناف محکمي ته او ۲۱ قضیی د افغانستان د ستري محکمي عامه امنیت دیوان ته استولي دي.

یاد څارنوالی د ۱۳۹۷ لمریزکال دوری میاشتې په لړکې۱۸عرادی موټره او۹۲سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه،۲ میله بیلابیل وسلی چې د مسکراتو او نشه یې توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړی او همدارنګه (۱۰۵۰۰) نغدی افغانی او(۹۰۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی او د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د ۱۳۹۷ لمریز کال د وری میاشتې په اوږدوکې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۲۸تنه دیوی ښځی په ګډون له یوه کال او۶ میاشتی تر۱۶کالو حبس محکوم په سزا شوی او همدارنګه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا ۲۳ تنه په بیلابیل تنفیذی بند محکوم په سزا شوی . 

له بل لوری په دی موده کې د افغانستان د ستری محکمی د عامه امنیت دیوان لخوا د تیری میاشتي پاتی شویو قضیو ترڅنګ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی نه وروسته د ۱۸ قضیو فیصلی بشپیړی کړي

د۱۳۹۷ کال د وری میاشتي په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات او نشه یې توکی چې قضیی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

(۳۸۳،۳۹۱) کیلوګرامه هیروئین

(۲۱) کیلوګرامه مورفین

(۲۰۵،۴۴) کیلوګرامه تریاک

(۶۲۷،۰۷۷)کیلوګرامه چرس

(۳۲۳۴۰،۶۱۶)کیلوګرامه کیمیاوی جامد مواد 

(۲۹۰) قرصه روان بدلیدونکی ګولی(k)

هغه ولایتونه چې د وری میاشتي په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت له ۳۱ قضیو سره اوننګرهاراوهرات ولایتونه له ۶-۶ قضیو سره د نشه یی توکو او مسکراتو ډیري قضیي لرونکی ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.ی

هغه ولایتونه چې د وری میاشتي کې هیڅ قضیی نه لري:

خوست،دایکندی،پنجشیر،زابل،وردک،سرپل،پکتیا،ارزګان،کنر،کاپیسا،غور،غزنی،فاریاب،فراه،بامیان،لوګر،لغمان،بدخشان ،تخار، بادغیس،نیمروز،جوزجان او نورستان د نشه یی توکو او مسکراتو هیڅ جرمی قضیی نلري.