General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ۱۵ کسه دیوه ښڅی په ګډون د نشه یی توکو دقاچاق په تور ونیول سو

۱۵ کسه دیوه ښڅی په ګډون د نشه یی توکو دقاچاق په تور ونیول سو

2018-04-10 CNJC Photo

 

دتیرو۷وروځو په ترڅ کې دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس اونور کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یی توکو د قاچاق د۱۴قضیو په اړوند ۱۵تنه د یوی ښځی په ګډون دمسکراتو اونشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوی او تورن یې له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړونو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.

د پورتنیوتورنوپه منځ کې۱۱تنه د یوی ښځی په ګدون غوښتل یې هیرویین،تریاک او چرس ‌ډوله نشه یي توکی د حامد کرزي له نړیوال هوایی ډګرڅخه هندوستان(دهلی ښار)او سعودی عربستان ته انتقال کړي شتون لري.

تورن کسان دکابل،ننگرهار  او پروان ولایتونو څخه نیول شوی دي.

له نیول شویو کسانوڅخه ټولټال څه باندی ۶کیلوګرامه هیرویین،۶ګرامه تریاک،څه باندی ۲۹۹کیلوګرامه چرس ،۳۵۰۰نغدی افغانی،۶۰۰نغدی امریکایی ډالره،۵۳۰۰۰هندی کلداری،۱۸۰۰۰نغدی پاکستانی کلداری ،۱۰۰امارات درهم،۲۵۰سعودی ریال ،۱۶سیټه لاسی ټیلفونونه او۲بیلابیل موټره کشف او ضبط شوي.

په یاد وخت کې دمسکراتو او نشه یي توکو پرضددمبارزی عدلی اوقضایی مرکز دابتدایی محکمي له لوری په علني قضایی جلسو کې۷ تنه د یوی ښځی په ګدون له ۲ تر۵ کالو حبس محکوم په سزا شوی دي اوهمدارنګه به دی موده کی د نشه یي توکو او مسکراتو د جرایمو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له لوری ۱۱ تنه په علنی استینافی جلسوکې په بیلابیل تنفیذی حبسونو محکوم په سزا شوی دي.

د یادونې  وړ ده چې، د نشه یي توکو او مسکراتو پر وړاندې  د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ۱۳۸۴کال کې تاسیس او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون د ۱۶ او۱۷ مادې له مخې د هغو قضیو چې مقدار یي لږ تر لږه یوه کیلو ګرامه هیرویین،یوه کیلوگرامه مورفین،لس گرامه سنتیتیک مسکرات،5لیتره استیک انهایدرایت تیزاب،۵۰جریمه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،۲۰۰لیتره الکولی مشروبات،۱۰کیلوګرامه تریاک او۵۰ کیلو ګرامه چرس وي د څېړون صلاحیت یي لري.