دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزدتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت،ځانګړی څارنوالی لوی ریاست او د ابتداییه او استیناف محاکمو د څلورمی ربعي راپور:
د پولیسو د تدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ د۱۳۹۶ کال د څلورمی ربعي (مرغومی،سلواغی اوکب) میاشتیو په اوږدو کې جمله ۱۷۷ قضیی د ۲۱۸تنه د ۷دولتی،۶ښځینه او۲ایرانی وګړوپه ګدون په نشه یی توکو او مسکراتو تورن له بیلابیل ولایاتو څخه یاد مدیریت ته را رالیږل سوی دي چې د لومړنيو څیړونو وروسته ټولی قضیی دعدلي تعقیب په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد دځانګړي څارنوالي لوی ریاست ته استولي دي.
دمسکراتو اونشه یی توکو د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست د راپور پربنسټ په دی موده کې جمله د ۱۷۶ قضیو څیړني بشپړي کړی دي.
د یاد ریاست د ۱۳۹۶ لمریز کال په څلورم ربع کې ابتدایی محکمی ۱۶۴ قضیی ، استیناف محکمی ۱۰۳ قضیی او د افغانستان د ستري محکمی د عامه امنیت دیوان ته ۴۷ قضیی لیږل شوی دي.
په دی موده کې د افغانستان د ستری محکمی دعامه امنیت دیوان لخوا ۴۷ قضیی فیصله شوي دي.
نوموړی څارنوالی د ۱۳۹۶ لمریزکال د(مرغومی،سلواغی او کب)میاشتیوپه لړکې ۶۹ عرادی موټره،۶ عراده موټرسایکل، ۲۲۷سیټه بیلابیل موبایلونه چې د مسکراتو او نشه یی توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او همدارنګه (۱۹۴۰۱۲) نغدی افغانی او (۴۴۱۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی او دافغانستان بانګ ته سپارل شوی دي.
همدارنګه د ۱۳۹۶لمریز کال د وروستیو دریو میاشتوپه لړکې د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۱۲۴ تنه له یوه کالو یوی ورځی تر شلو کالو محکوم په سزا شوی او همدارنګه په دی موده کې د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا۸۷ تنه په بیلابیل تنفیذی حبس محکوم په سزا شوی.
د دریو میاشتو په اوږدو کې ټولتال ضبط شوی مسکرات او نشه یي توکی چې دتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:
هیرویین ۴۵۶،۳۶کیلوګرامه
مورفین ۵۹،۴۹۱ کیلوګرامه
تریاک ۱۲۰۶۴،۶۳ کیلوګرامه
چرس ۷۱۹۸،۶۷ کیلوګرامه
جامد مواد کیمیاوی ۵۴۷۱،۳۶ کیلوګرامه
مایع مواد کیمیاوی ۸۶۱،۴۱لیتره
الکولی مشروبات ۱۵۴۹،۴۵۴لیتره
هغه ولایتونه چې د څلورمی ربعي په اوږدوکې ډیري قضیي لري:
کابل ولایت له ۶۲ قضیو سره اوننګرهار ولایت له ۲۳ قضیو سره د ۱۳۹۶ لمریز کال د(مرغومه،سلواغه او کب)میاشتيو په اوږدوکی د مسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز کې د نشه یی توکو او مسکراتو ډیري قضیي لرونکی ولایاتوڅخه شمیرل کیږي.
هغه ولایتونه چې د څلورمی ربعي په اوږدوکې هیڅ قضیی نه لري:
خوست،دایکندی،پنجشیر،زابل،وردک،سرپل،پکتیکا،کنر،کاپیسا،غور،غزنی،فاریاب،فراه،بامیان او نورستان له هغو ولایاتو څخه شمیرل کیږی چي د ۱۳۹۶ لمریز کال د څلورمی ربعی په لړ کی د مسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز کې د نشه یی توکو او مسکراتو هیڅ جرمی قضیی نلري.

