Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د کب میاشتې راپور

د کب میاشتې راپور

2018-03-24 CNJC-LOGO

 

دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزدتدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت،ځانګړی څارنوالی لوی ریاست او د ابتدایی او استیناف محاکمو میاشتنې راپور

د پولیسو د تدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ د۱۳۹۶ کال د کب میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۶۵ قضیو په تړاو۸۶ تنه د یوی ښځئ اوپنځو دولتی کارکونکو په ګدون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو له پاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په منځ کې ۲۰ قضیی د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تړاو لری چې قاچاق وړونکو هود درلودل چې نشه یې توکې له دی لاره څخه هندوستان هیواد ته قاچاق کړي.

دمسکراتو اونشه یی توکو د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست د راپور پربنسټ، یاد ریاست وروسته له هغه چې دتدقیق، پلټنی او لابراتوارلوی مدیریت څخه قضیی ترلاسه کړ په دی موده کې یې د تیری میاشتي له پاتی شویو قضیو سره ټولټال د ۵۷ قضیو څیړني بشپړي کړی دي.

یاد ریاست د دی میاشت په اوږدوکي ۵۲ قضیی ابتدایی محکمي ته،۳۲ قضیی استیناف محکمي ته او ۱۰ قضیی د افغانستان د ستري محکمي عامه امنیت دیوان ته استولي دي.

یاد څارنوالی د ۱۳۹۶ لمریزکال دکب میاشتې په لړکې۲۰موټره او۵۳سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه چې د مسکراتو او نشه یې توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړی او همدارنګه (۲۲۸۱۲) نغدی افغانی او(۲۷۱۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی او د افغانستان بانګ قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د ۱۳۹۶ لمریز کال د کب میاشتې په اوږدوکې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری39تنه له یوه کالویوه ورځی تر۱۶کالو حبس محکوم په سزا شوی او همدارنګه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا ۳۵تنه په بیلابیل تنفیذی بند محکوم په سزا شوی .

له بل لوری په دی موده کې د افغانستان د ستری محکمی د عامه امنیت دیوان لخوا د تیری میاشتي پاتی شویو قضیو ترڅنګ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی نه وروسته د ۱۵ قضیو فیصلی بشپیړی کړي

د۱۳۹۶ کال د کب میاشتي په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات او نشه یې توکی چې قضیی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

(۷۲،۸۷) کیلوګرامه هیرویین

(۱۷،۵)کیلوګرامه مورفین

 (۲۹۴۳،۸) کیلوګرامه تریاک

(۴۰۱۵،۸۲۵) کیلوګرامه چرس

(۳۰۰۰،۳۶) کیلوګرامه جامد کیمیاوی مواد 

(۳۴۴) لیتره مایع کیمیاوی مواد 

(۸۱۶،۴۵۴) لیتره الکولی مشروبات 

هغه ولایتونه چې د کب میاشتي په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل د۲۴ قضیو سره او ننګرهار له ۱۲ قضیو سره د نشه یې توکو او مسکراتو د ډیرو قضیو لرونکې ولایتونو څخه شمیرل کیږي کې چې په دي موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز کې ثبت شوي.

هغه ولایتونه چې د کب میاشتي کې هیڅ قضیی نه لري:

لوګر،خوست،دایکندی،پنجشیر،زابل،وردک،سرپل،سمنګان،پکتیکا،ارزګان،کنر،کاپیسا،غور،غزنی،فاریاب،فراه،بامیان،بلخ او نورستان هغه ولایتونه دی چې په دی موده کی د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز کی  هیڅ جرمی قضیی نه لري.