General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ډیری وسلې،مرمې اومهمات مصادره او۵۹ تنه دنشه یي توکو دقاچاق په تورنیول شوی دي

ډیری وسلې،مرمې اومهمات مصادره او۵۹ تنه دنشه یي توکو دقاچاق په تورنیول شوی دي

2018-02-19 Khalid Mowahid

دمسکراتو اونشه یي توکوپرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز د مطبوعاتو او عامه اړیکو رییس او ویاند نن په یوه خبری ناسته کې وویل چي د۱۳۸۵ لمریزکال تر۱۳۹۵ لمریزکال دنشه یي توکو اوالکولی مشروباتو له قاچاقبرانو څخه ټولټال ۹۲۱ میله وسلې، ۷۲ قبضی لاسی بمونه، ۵۰۲ حلقی د موټروضد ماینونه، ۲۱ فیره د راکټ مرمې، ۷۰ حلقی دانسان ضد ماینونه، ۶ عدده دوربینونه، ۷۰۷۴۲ فیره مرمې ، ۱۸ سیټه مخابری، ۲۴۴۶ موټری او ۳۰۷۵ سیټه بیلابیل ټیلیفونونه ترلاسه اومصادره شوی دي.

دښاغلی موحد په خبره ،یاد وسلې،مهمات، موټرونه اوټیلیفونونه دنشه یي توکو او مسکراتو پرضد د مبارزی دقانون د نولسمه مادی داسی حکم کوی:( هغه وسایل اوتجهیزات چي دمسکراتو اونشه یي توکوپه پروسس کې تری ګته اخیستل کیږی مصادره کیږی.) دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی محکمی لخواه مصادره او اړوندو دولتی ارګانونوته سپارل شوی دي.

موحد همدارنګه  زیاته کړه چي د۱۳۹۶ لمریز کال دسلواغی میاشتئ په اوږدوکې دمسکراتو اونشه یي توکو د۵۷ قضیو په تړاو ۵۹ کسه د دوو ښځو اویوه ایرانی وګړی په ګډون دمسکراتو اونشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوی او هغوی له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږل شوی دي.

نوموړی وویل چي د پورتنیو قضیو په مینځ کې۱۶قضیی د حامد کرزی له نړیوال هوایی ډګر څخه چي قاچاق وړونکو غوښتل نشه یي توکی(هیرویین) هندوستان هیواد انتقال کړی شتون لري .

دموحد په وینا دپولیسو دلومړنیو څیړونو څخه وروسته د۷۴ قضیو څیړنی دمسکراتو اونشه یي توکو دځانګړی څارنوالی لخوا  بشپړی شوی دي.

ښاغلی موحد زیاته کړه چي په یاد وخت کې۲۵موټره،۱موټرسایکل او۸۰سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه چې د مسکراتو او نشه یې توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی وو مصادره شوي او همدارنګه (۶۵۵۰۰) افغانی او(۱۰۰۰)امریکایی ډالره (۲۵)موټره(۱)موټرسایکل او(۸۰)سیټه لاسی ټیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی وو د نوموړی څارنوالی لخوا اړوندو دولتی ارګانونوته سپارل شوی دي.

همدارنګه د سلواغی میاشتې په اوږدوکې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۲۷تنه له۲کالو۶میاشتی تر۲۰کالو حبس محکوم په سزا شوی او همدارنګه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا ۲۵تنه په بیلابیل تنفیذی بند محکوم په سزا شوي .

له بل لوری په یاد وخت کې د افغانستان د ستری محکمی د عامه امنیت دیوان لخوا د تیری میاشتي پاتی شویو قضیو ترڅنګ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی نه وروسته د ۱۰ قضیو فیصلی بشپیړی کړي

د مطبوعاتو او عامه اړیکو مشر وویل چي د پورتنیو قضیو په تړاو د۱۳۹۶ لمریز کال دسلواغی میاشتې په اوږدوکی د پولیسو له لوری د۲۱ موټرو،د۲۲ میله  وسلې، د۲۵۶۲ فیره مرمی اومهمات، ۳ قبضی لاسی بمونه او۶۶ سیټه ټیلفونونو ترڅنګ لاندی مسکرات اومخدره توکی کشف اوضبط شوی دي:

(۳۰۶،۳۷۰) کیلوګرامه هیرویین

(۱۸۳۳،۹) کیلوګرامه تریاک

(۱۱۸۲،۸۵) کیلوګرامه چرس

(۱۰۵) کیلوګرامه جامد کیمیاوی مواد

(۳۱۲،۴۱) کیلوګرامه مایع کیمیاوی مواد 

(۵۰۱) لیتره الکولی مشروبات 

د سلواغی میاشتې په لړ کې کابل د۲۰ قضیو سره او ننګرهار له ۹ قضیو سره د نشه یې توکو او مسکراتو د ډیرو قضیو لرونکې ولایتونو څخه شمیرل کیږي او همدارنګه په دی موده کې لوګر،دایکنډی، نورستان،پنجشیر، زابل،وردک،سرپل، پکتیکا،لغمان، کندز،کنړ، کاپیسا، هلمند،غزنی،فاریاب ، بامیان اوخوست هغه ولایتونه دی چې دمسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز کې  هیڅ جرمی قضیی نه لري.

دا په داسی حال کې ده چي د۱۳۹۶ لمریز کال دمرغومی میاشتی په اوږدوکی ټولټال ۵۵ قضیی د۷۳ کسه تورنو د دوو دولتی موظفینو، ۳ تنه ښځینه اویوایرانی وګړی په ګډون دمسکراتو اونشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوی او هغوی له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږل شوی وو.

د ویلو وړ ده چي دمسکراتو او نشه یي توکو دجرایمو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز په ۱۳۸۴لمریز کال کې جوړ او  د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی قانون د ولسمي او اتلسمي مادي پربنسټ دغه مرکز د هغو قضیو چي دهیرویینو کچه یي۲کیلو ګرامه، د تریاکو کچه یي۱۰کیلو ګرامه، د جامد کیمیاوی موادو کچه یي۵۰کیلوګرامه،د چرسو کچه یي ۵۰ کیلوګرامه او د مسکراتو او الکولی مشروباتو کچه یي۵۰-۵۰ لیتره وي د عدلی او قضایی د څیړونو صلاحیت یې لري.