په تیرو۷وروځو کې دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیسو اونور کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا ۱۴تنه د یوی ښځی په ګډون دمسکراتو اونشه یی توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوی او هغوی له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږل شوی دي.
د پورتنیوکسانوپه مینځ کې۵تنه د یوی میرمنئ په ګدون چې غوښتل یې۲.247کیلوګرامه هیرویین د حامد کرزی له نړیوال هوایی ډګرڅخه هندوستان(دهلی)ښار ته انتقال کړي شتون لري.
دغه۱۴تنه دکابل،پروان،هرات،ننگرهار،بادغیس او جوزجان ولایتونو څخه نیول شوی دي.
له نیول شوی کسانو څخه ټولټال۲۱.۷۴۷کیلوګرامه هیرویین،۷۰۰ګرامه مورفین،۴۱۸کیلوګرامه تریاک،۲۳۲.۸۰۰کیلوګرامه چرس ،۱۰۵کیلوګرامه کیمیاوی مواد،۱۹۰.۴۰لیتره تیزاب،۲۹۶لیتره الکولی مشروبات،۸۴۰۰۰افغانی،۴۰۰امریکایی ډالره،۷۵۰۰هندی کلداری،۱۱۲۰۰۰ایرانی تومان،۱۷سیټه لاسی ټیلفونونه،۳ میله وسلی،۱۵۵فیره مرمی او۸بیلابیل موټره کشف او ضبط شوي.
په یاد وخت کې دمسکراتو او نشه یي توکو پرضددمبارزی عدلی اوقضایی مرکز دابتدایی محکمي له لوری په علني قضایی جلسو کې۸ تنه له ۲کاله او۶ میاشتئ تر۲۰کالو په بند محکوم شوي اوهمدارنګه د نوموړی مرکز داستیناف محکمي لخوا په علني قضایی جلسوکې۶تنه په بیلابیل تنفیذی حبس محکوم په سزاء پیژندل شوی دي.
دا په داسي حال کې ده چي د روان کال د مرغومي میاشتی په اوږدوکی د مسکراتو او نشه یی توکو د ۵۵ قضیو په تړاو۷۳تنه تورن د دوو دولتی موظفینو،۳ تنه ښځینه او یوه ایرانی وګړی په ګدون د هیواد له بیلابیل ولایاتو څخه نیول شوی وو او دعدلی اوقضایی څیړونو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته استول شوی وو.
د ویلو وړ ده چي دمسکراتو او نشه یي توکو دجرایمو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز په ۱۳۸۴لمریز کال کې جوړ او د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی قانون د ولسمي او اتلسمي مادي پربنسټ دغه مرکز د هغو قضیو چي دهیرویینو کچه یي۲کیلو ګرامه، د تریاکو کچه یي۱۰کیلو ګرامه، د جامد کیمیاوی موادو کچه یي۵۰کیلوګرامه،د چرسو کچه یي ۵۰ کیلوګرامه او د مسکراتو او الکولی مشروباتو کچه یي۵۰-۵۰ لیتره وي د عدلی او قضایی د څیړونو صلاحیت یې لري.