General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ۱۳تنه دیوی ښځی په ګډون دالکولی مشروباتو اونشه یی توکو په تړاوونیول شول

۱۳تنه دیوی ښځی په ګډون دالکولی مشروباتو اونشه یی توکو په تړاوونیول شول

2018-02-07 Prisoner.jpg

 

په تیرو۷وروځو کې دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیسو اونور کشفي او امنیتي ارګانو لخواه ۱۳تنه د یوی ښځی په ګډون دمسکراتو اونشه یی توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوی او هغوی له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږل شوی دي.

د پورتنیوکسانوپه مینځ کې۵تنه هغه کسان شتون لري چې غوښتل یې۳،۶۸۵کیلوګرامه هیرویین د حامد کرزی له نړیوال هوایی ډګرڅخه هندوستان(دهلی)ښار ته انتقال کړي.

دغه۱۳تنه دکابل،بلخ،خوست،ننګرهار،ارزګان اوجوزجان ولایتونو څخه نیول شوی اوپولیسوله هغوی څخه ټولټال څه باندی۳کیلوګرامه هیرویین،څه باندی۱۷۷کیلوګرامه تریاک،څه باندی۵۸۰کیلوګرامه چرس،۱۵۰۰امریکایی ډالره،۹۰۰۰هندی کلداری،۱۵۳۰۰پاکستانی کلداری ،۱۶سیټه ټیلفونونه او۳بیلابیل موټره یې کشف او ضبط کړي.

په یاد وخت کې دمسکراتو او نشه یی توکو پرضددمبارزی عدلی اوقضایی مرکز دابتدایی محکمي له لوری په علني قضایی جلسو کې۱۰ تنه له ۳کاله او۶ میاشتي تر۲۰کالو په بند محکوم شوي اوهمدارنګه د نوموړی مرکز داستیناف محکمي لخواه په علني قضایی جلسوکې۱۱تنه په بیلابیل تنفیذی حبس محکوم په سزاء پیژندل شوی دي.

دا په داسي حال کې ده چي د روان کال د مرغومي میاشتی په اوږدوکی د مسکراتو او نشه یی توکو د ۵۵ قضیو په تړاو۷۳تنه تورن د دوو دولتی موظفینو،۳ تنه ښځینه او یوه ایرانی وګړی په ګدون د هیواد له بیلابیل ولایاتو څخه نیول شوی وو او دعدلی اوقضایی څیړونو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته استول شوی وو.

د ویلو وړ ده چي دمسکراتو او نشه یي توکو دجرایمو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز په ۱۳۸۴لمریز کال کې جوړ او  د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی قانون د ولسمي او اتلسمي مادي پربنسټ دغه مرکز د هغو قضیو چي دهیرویینو کچه یي۲کیلو ګرامه، د تریاکو کچه یي۱۰کیلو ګرامه، د جامد کیمیاوی موادو کچه یي۵۰کیلوګرامه،د چرسو کچه یي ۵۰ کیلوګرامه او د مسکراتو او الکولی مشروباتو کچه یي۵۰-۵۰ لیتره وي د عدلی او قضایی د څیړونو صلاحیت یې لري.