General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): «CIA» د هغو مالي سرچینو په لټه کې ده چې طالبان له هغې لارې تورې پيسې انتقالوي

«CIA» د هغو مالي سرچینو په لټه کې ده چې طالبان له هغې لارې تورې پيسې انتقالوي

2018-02-04 CNJC Photo

 

د امریکا استخباراتي اداره یا «CIA» د هغو مالي سرچینو پيدا کولو په لټه کې ده چې طالبان له هغې لارې دا تورې پيسې انتقالوي او بيا يې په جنګي فعاليتونو باندې لګوي.

د امریکا د مرکزي ادارې رئیس مایک پامپیو په انټر پرایز انسټټیوټ کې د خبرو پر مهال وویل، جنايي شبکو او جنګي ډلو د نشه‎يي موادو له کښت، تولید او قاچاقه په تر لاسه شویو پیسو تکیه زیاته کړې او دا پیسې د ځانګړو مالي لارو څخه هغوی ته رسېږي.

د امریکا د استخباراتو دا لوړپوړی چارواکی وايي، دوی هڅې پیل کړي چې د امریکا د نورو مالي ادارو په همغږۍ او همکارۍ په ځانګړي توګه د امریکا د خزانې وزارت په همکارۍ هغه لارې بندې کړي چې له هغو څخه وسله‎والو طالبانو ته پیسې رسېږي.

نوموړی وايي:

"زه طالبان هم په هغه لېست کې ورزیاتوم چې خپل عواید له نشه‎يي موادو څخه تر لاسه کوي. په دې برخه کې موږ خپل ظرفیتونه زیات کړي دي. موږ د خزانې له وزارت سره په ګډه کار کوو چې د دې ډلې مالي او عایداتي سرچینې تثبیت او پر ضد یې اقدام وکړو، هغه لارې چارې چې پالېسي جوړوونکو وړاندې کړي، د بندیزونو لګولو تر څنګ ځینې نورې لارې هم شته. که موږ د دوی مالي سرچینې پيدا کړو، بيا دا توان لرو چې دا سرچينې وچې کړو."

په روان ميلادي کال کې د نړیوالو مالي اقداماتو د ادارو له‎خوا د افغانستان نوم له خړ لېست څخه ایستلی او پر دې بنسټ‌یې ژمنه کړې چې د ترورېزم له تمویل او تورو پيسو له سپينولو سره مبارزه وکړي.

په سرحدونو کې د پيسو د څارنې سیستم جوړ او د مالي څارنې کچه لوړه کړي.

تر دې وړاندې د افغانستان بانک ویلي و چې له هېواده بهر یې د تورو پیسو د انتقال د مخینوي په خاطر یو منظم سیستم جوړ کړی، خو په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وویل چې په روان ميلادي کال کې یې څو صرافان د تورو پیسو د انتقال په تور نیولي چې ځينو يې تورې پيسې د بانکونو له لارې له هېواده دباندې وړلې.

مالي او بانکي کارپوه محب شریف وايي، قاچاق وړونکي او وسله‎والې ډلې له درېیو بېلابېلو رسمي او غیر رسمي لارو څخه د نشه‎يي موادو د پيسو په حواله کولو کې کار اخلي.

دی وايي:

"کله چې له مخدره موادو څخه تورې پیسې تر لاسه کېږي، هغوی «مافیایی ډلې» هڅه کوي چې له دغو پیسو څخه په بهر کې تجارتي مواد وپېري او بيا يې افغانستان ته وارد کړي، په افغانستان کې د دغو شيانو له خرڅولو څخه ترلاسه شوې پیسې د جنګي ډلو او شبکو په واک کې ورکوي. بله مهمه مسئله دا ده کله چې دوی غواړي نغدې پیسې له یوه ځایه بل ځای ته انتقال کړي، نو د حوالې له سیستمه کار اخلي. بله مهمه لاره له بانکونکو څخه استفاده ده. دوی د پیسو د لېږلو لپاره هغه وخت له بانکه استفاده کوي چې د دوی لومړۍ طریقې ناکامه شي."

د طالبانو د پیسو هغه سرچینې وچوو چې له نشه‌يي توکو راغلي وي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ناټو ځواکونو عملیاتي قوماندان له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي وو چې د طالبانو کلنی لګښت ۵۰۰ میلیونه امریکايي ډالر دی چې ۶۰ په ۱۰۰ کې یې له نشه‎يي موادو څخه تر لاسه کېږي او وسله‎وال طالبان یوازې له هلمند ولایته ۲۰۰ میلیونه امريکايي ډالر تر لاسه کوي.

ښاغلی شریف وړاندیز کوي چې د بانکونو او حوالې له لارې د پيسو د انتقال د مخنیوي لپاره باید د افغانستان دولت مالي ادارې له متحده ایالاتو سره همکاري وکړي، څو جنګي ډلو ته د نشه‎يي موادو له لارې د میلیونونو ډالرو د رسېدو مخه ونيول شي.

 

آزادی رادیو