تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی…

ادامه

درې میاشتني راپور

 

دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزدتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت،ځانګړی څارنوالی لوی ریاست او د ابتداییه او استیناف محاکمو د دریمي ربعي راپور:

د پولیسو د تدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ  د۱۳۹۶ کال د دریمی ربعي (تله،لړم او لیندی) په اوږدو کې جمله ۱۳۵ قضیی د ۱۶۸تنو د ۹دولتی،۲ښځینه او۲ایرانی وګړوپه ګدون په نشه یی توکو او مسکراتو تورن له بیلابیل ولایاتو څخه یاد مدیریت  ته را رالیږل سوی دي چې د لومړنيو څیړنو نه وروسته ټولی دعدلي تعقیب په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد دځانګړي څارنوالي لوی ریاست ته استولي دي.

دمسکراتو اونشه یی توکو د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست د راپور پربنسټ، یاد ریاست د تیری میاشت قضیو ترحنګ د لیندی میاشت کې جمله د ۱۴۷ قضیو څیړني بشپړي کړی دي.

د یاد ریاست د دی ربعي د راپور پربنسټ په دی موده کې ابتدایی محکمی ۱۵۰ قضیی ، استیناف محکمی ۸۵ قضیی او د افغانستان د ستري محکمی د عامه امنیت دیوان ته ۵۳ قضیی لیږل شوی دي.

 په دی موده کې د افغانستان د ستری محکمی عامه امنیت دیوان  لخوا ۵۲ قضیی فیصله شوي دي.

نوموړی څارنوالی د ۱۳۹۶ لمریزکال د(تله،لړم او لیندی)میاشتوپه لړکې ۴۲ عرادی موټره،۳ عراده موټرسایکل، ۱۶۸سیټه بیلابیل موبایلونه چې د مسکراتو او نشه یی توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او همدارنګه (۴۴۹۱۴۹۸۵) زره افغانی او (۲۴۱۰۸۳) زره امریکایی دالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و د یاد څارنوالی به قطعی حساب د افغانستان بانګ ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د ۱۳۹۶لمریز کال د دریو(تله،لړم او لیندی) میاشتوپه لړکې د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۱۷۴ تنه په لوړ حبس۲۰کاله او تیت حبس ۲ کاله و شپږ میاشتی محکوم په سزا شوی او همدارنګه په دی موده کې د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا۸۳ تنه په بیلابیل تنفیذی حبس محکوم په سزا شوی او ۹ تنه نور د کافی دلایلو نه شتون له امله په برائت پیژندل سوی دی.

د۱۳۹۶ کال د یادو میاشتو په لړ کې جمله ضبط شوی مسکرات او نشه یی توکی چې  دتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

هیرویین ۳۹۱،۰۵۷کیلوګرامه

مورفین ۱۳۶،۶۱ کیلوګرامه

تریاک  ۴۵۱۵،۸۴ کیلوګرامه

چرس ۴۰۰۴۴،۸۷ کیلوګرامه

جامد مواد کیمیاوی ۳۳۱۲،۶۵ کیلوګرامه

مایع مواد کیمیاوی ۱۷۸۴۴،۱۸لیتره

الکولی مشروبات ۴۲۳۶،۷لیتره

هغه ولایتونه چې د دریمی ربعي په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت له ۴۴ قضیو سرهاوننګرهار ولایت له ۲۲ قضیو سره د ۱۳۹۶ لمریز کال د(تله،لړم او لیندی)میاشتي په اوږدوکی د مسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز کې د نشه یی توکو او مسکراتو ډیري قضیي لرونکی ولایاتوڅخه شمیرل کیږي.

هغه ولایتونه چې د دریمی ربعي په اوږدوکې هیڅ قضیی نه لري:

خوست،دایکندی،وردک،بامیان،سمنګان،ارزګان او لغمان له هغو ولایاتو څخه شمیرل کیږی چي د ۱۳۹۶ لمریز کال د دریمی ربعی په لړ کی د مسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز کې د نشه یی توکو او مسکراتو هیڅ جرمی قضیی نلري.