دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزدتدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت،ځانګړی څارنوالی لوی ریاست او د ابتدایی او استیناف محکمومیاشتني راپور.
د پولیسو د تدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ د۱۳۹۶کال د لیندی میاشتي په اوږدوکې جمله ۵۷ قضیی د۶۳ تنو د ۳ دولتی او۲ ښځینو په ګدون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له ولایتونو څخه یاد مدیریت ته را رسیدلي دی او د مسکراتو اونشه توکو د قانون په رڼا کې د لومړني څیړنو وروسته ټول یی دعدلي تعقیب په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد دځانګړي څارنوالي لوی ریاست ته لیږلي دي.
دمسکراتو اونشه یی توکو د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست راپور پربنسټ، یاد ریاست وروسته له هغه چې دتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت څخه دتیرې میاشتي قضیو ترڅنګ لیندی میاشت کې د ۶۰ قضیو څیړني بشپړي کړی دي.
یاد ریاست د دی میاشتی په اوږدوکي۵۵ قضیی ابتدایی محکمي ته،۳۷ قضیی استیناف محکمي ته او ۲۱ قضیی د افغانستان د ستري محکمي عامه امنیت دیوان ته لیږلي دي.
په دی موده کې د افغانستان د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا ۱۸ قضیی فیصله شوي دي.
نوموړی څارنوالی د۱۳۹۶لمریزکال د لیندی میاشتی په لړکې۱۴عرادی موټره،یوه عراده موټرسایکل او۴۷ سیټه بیلابیل موبایلونه چې د مسکراتو او نشه یي توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړی او همدارنګه (۴۴۸۱۸۷۲۵) زره افغانی او (۲۴۰۴۸۳) زره امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و د یاد څارنوالی به قطعی حساب د افغانستان بانګ ته سپارل شوی دي.
همدارنګه د ۱۳۹۶لمریز کال د لیندی میاشت کې د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۴۳ تنه په لوړ حبس۲۰کاله او تیت حبس ۲ کاله و شپږ میاشتی محکوم په سزا شوی او همدارنګه په دی موده کې د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا۱۹تنه په بیلابیل تنفیذی حبس محکوم په سزا شوی او ۲ تنه د کافی دلایلو نه شتون له امله په برائت پیژندل سوی دی.
د۱۳۹۶ کال د لیندی میاشتي په لړ کې جمله ضبط شوی مسکرات او نشه یی توکی چې دتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:
(۲۶۸،۴۹۸) کیلوګرامه هیرویین
(۴۳،۲) کیلوګرامه مورفین
(۱۷۲۳،۷۴)کیلوګرامه تریاک
(۳۶۱۴۸،۷۵) کیلوګرامه چرس
(۱۹۹۶،۶۵) کیلوګرامه کیمیاوی جامد مواد
(۱۲۴۴،۵)لیتره مایع کیمیاوی مواد
(۵۸۳،۲) لیتره الکولی مشروبات
هغه ولایتونه چې د لیندی میاشتي په اوږدوکې ډیري قضیي لري:
کابل د۲۲قضیو سره او ننګرهار ولایت۱۰قضیو له هغو ولایاتو څخه شمیرل کیږي کې چي د ۱۳۹۶ لمریز کال په لیندی میاشت کې د مسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو پرضد د عدلی او قضایی مرکز سره د نشه یی توکو او مسکراتو د ډیري قضیي لرونکی ولایاتو په نوم ثبت شوی دي.
هغه ولایتونه چې د لیندی میاشت کې هیڅ قضیی نه لري:
خوست،دایکندی،نورستان،پنجشیر،وردک،سرپل،سمنګان،پکتیکا،ارزګان،لغمان،کندز،کنر،کاپیسا،جوزجان،غزنی،فراه،بامیان،بغلان او بادغیس له هغو ولایاتو څخه شمیرل کیږی چي د ۱۳۹۶ لمریز کال د لیندی میاشت کې په مسکراتو او شنه یی توکو د جرایمو پرضد د عدلی او قضایی مرکز کې د نشه یی توکو او مسکراتو هیڅ جرمی قضیی نلري.