دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزدتدقیق ،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت اوځانګړی څارنوالی لوی ریاست میاشتني راپور.
د پولیسو د تدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ د۱۳۹۶ کال د لړم میاشتي په اوږدو کې جمله ۳۶ قضیی د۵۱ تنو د دوو دولتی،پنځه ښځینه او یوه ایرانی وګړی په ګدون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له ولایتونو څخه یاد مدیریت ته را رسیدلي دی او د مسکراتو اونشه توکو د قانون په رڼا کې د لومړني څیړنو وروسته ټول یی دعدلي تعقیب په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد دځانګړي څارنوالي لوی ریاست ته لیږلي دي.
دمسکراتو اونشه یی توکو د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست راپور پربنسټ، یاد ریاست وروسته له هغه چې دتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت څخه دتیرې میاشتي قضیو ترڅنګ د ۴۸ قضیو څیړني بشپړي کړی دي.
یاد ریاست د دی میاشتی په اوږدوکي جمله ۹۳ قضیی مربوطه محاکموته سپارلي چې له هغه جملي څخه ۵۲ قضیی ابتدایی محکمي ته،۲۴ قضیی استیناف محکمي ته او ۱۷ قضیی د افغانستان د ستري محکمي عامه امنیت دیوان ته لیږلي دي.
د ځانګړی څارنوالی راپور پربنسټ، په دی موده کې ابتدایی محکمی لخوا ۶۰ قضیی، استیناف محکمی لخوا ۲۷ قضیی او د افغانستان د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا ۲۴ قضیی فیصله شوي دي.
نوموړی څارنوالی د ۱۳۹۶ لمریزکال د لړم میاشتی په لړکې ۱۷عرادی موټره،۲عرادی موترسایکل او۶۷ سیټه بیلابیل موبایلونه چې د مسکراتو او نشه یي توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړی او همدارنګه (۶۴۴۸۰) افغانی او (۶۰۰) امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و د یاد څارنوالی به قطعی حساب د افغانستان بانګ ته سپارل شوی دي.
همدارنګه د ۱۳۹۶لمریز کال د لړم میاشت د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۶۸ تنه په لوړ حبس۲۰کاله او تیت حبس شپږمیاشتی محکوم په سزا شوی او همدارنګه په دی موده کې د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا۴۰تنه په لوړ حبس۲۰کاله او تیت حبس ۵ کاله محکوم په سزا شوی او ۴ تنه د کافی دلایلو نه شتون له امله په برائت پیژندل سوی دی.
د۱۳۹۶ کال د لړم میاشتي په لړ کې جمله ضبط شوی مسکرات او نشه یی توکی چې دتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:
(۶۱،۳۷۷) کیلوګرامه هیرویین
(۳۹) کیلوګرامه مورفین
(۱۷۸۲،۲) کیلوګرامه تریاک
(۱۵۵۲) کیلوګرامه چرس
(۳۰۴،۶۸) لیتره مایع کیمیاوی مواد
(۱۸۵۷) لیتره الکولی مشروبات
هغه ولایتونه چې د لړم میاشتي په اوږدوکې ډیري قضیي لري:
کابل د ۱۲ قضیو سره او هرات ولایت ۴ قضیو سره د نشه یی توکو او مسکراتو ډیري قضیي لرونکی ولایاتو څخه شمیرل کیږي.
هغه ولایتونه چې د تلی میاشتي کې هیڅ قضیی نه لري:
لوګر،خوست،دایکندی،نورستان،پنجشیر،بامیان،وردک،سرپل،سمنګان،پروان،پکتیکا،پکتیا،ارزګان،نیمروز،لغمان،کنر،کاپیسا،غور او بدخشان د نشه یی توکو او مسکراتو هیڅ جرمی قضیی نلري.