Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د تلی میاشتی راپور

د تلی میاشتی راپور

2017-10-28 logo - cjtf.jpg

 

دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزدتدقیق ، پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت اوځانګړی څارنوالی لوی ریاست میاشتني راپور.

د پولیسو د تدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ د۱۳۹۶ کال د تلی میاشتي په اوږدو کې جمله ۴۲ قضیی د۵۴ تنو د څلورو دولتی،پنځه ښځینه او یوه ایرانی وګړی په ګدون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له ولایتونو څخه یاد مدیریت ته را رسیدلي دی او د مسکراتو اونشه توکو د قانون په رڼا کې د لومړني څیړنو وروسته ټول یی دعدلي تعقیب په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد دځانګړي څارنوالي لوی ریاست ته لیږلي دي.

دمسکراتو اونشه یی توکو د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست راپور پربنسټ، یاد ریاست وروسته له هغه چې دتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت څخه دتیرې میاشتي ۶۳ قضیو ترڅنګ ۴۱ نوی قضیی ترلاسه کړي چې ټولټال ۱۰۴ قضیی کیږي په دی موده کې له هغه جملي څخه د ۳۹ قضیو څیړني بشپړي کړی دي.

یاد ریاست د دی میاشتی په اوږدوکي جمله ۸۲ قضیی مربوطه محاکموته سپارلي چې له هغه جملي څخه ۴۳ قضیی ابتدایی محکمي ته،۲۴ قضیی استیناف محکمي ته او ۱۵ قضیی د افغانستان د ستري محکمي عامه امنیت دیوان ته لیږلي دي.

د ځانګړی څارنوالی راپور پربنسټ، په دی موده کې ابتدایی محکمی لخوا ۳۹ قضیی، استیناف محکمی لخوا ۳۴ قضیی او د افغانستان د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا ۱۰ قضیی فیصله شوي دي.

نوموړی څارنوالی د ۱۳۹۶ لمریزکال د تلی میاشتی په لړکې ۱۱ عرادی موټره،۵۴ سیټه بیلابیل موبایلونه چې د مسکراتو او نشه یي توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړی او همدارنګه (۳۱۷۸۰) افغانی چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و د یاد څارنوالی به قطعی حساب د افغانستان بانګ ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د ۱۳۹۶لمریز کال د تلی میاشت د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۶۳ تنه د دری زنانه وو په ګدون په لوړ حبس۱۸کاله او تیت حبس یوه کال محکوم په سزا شوی او همدارنګه په دی موده کې د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا۲۴تنه په لوړ حبس۲۰کاله او تیت حبس ۵ کاله او یوه میاشت محکوم په سزا شوی او دری تنه د کافی دلایلو نه شتون له امله په برائت پیژندل سوی دی.

د۱۳۹۶ کال د تلی میاشتي په لړ کې جمله ضبط شوی مسکرات او نشه یی توکی چې دتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

(۶۱،۱۸۲) کیلوګرامه هیرویین

(۵۴،۴۱) کیلوګرامه مورفین

(۱۰۰۹،۹) کیلوګرامه تریاک

(۲۳۴۴،۱۲) کیلوګرامه چرس

(۱۳۱۶) کیلوګرامه کیمیاوی جامد مواد 

(۱۶۲۹۵) لیتره مایع کیمیاوی مواد

(۱۷۹۶،۵) لیتره الکولی مشروبات 

هغه ولایتونه چې د تلی میاشتي په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل او ننګرهار ولایتونه له ۱۰-۱۰ قضیو سره د نشه یی توکو او مسکراتو ډیري قضیي لرونکی ولایاتو څخه شمیرل کیږي.

هغه ولایتونه چې د تلی میاشتي کې هیڅ قضیی نه لري:

ولایتخوست،دایکندی،نورستان،وردک،سمنګان،کندهار،ارزګان،نیمروز،لغمان،جوزجان،هلمند،غور،غزنی،فاریاب،فراه،بامیان،بلخ،بغلان اوبادغیس د نشه یی توکو او مسکراتو هیڅ جرمی قضیی نلري.