دنشه یی توکو،الکولی مشروباتو اودتابلیتK (روان بدلونکی) دزیانونو په اړه دعامه پوهاوی برنامه چی دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز لخواه دکابل ښارپه یوشمیرمکاتبوکی په لار اچول سوی و(۶۶۱۹۶) زره زده کوونکی له دغی برنامی نه ګټه پورته کړل.
یاد برنامه د۱۳۹۶ لمریز کال دوږی میاشتی له ۲۰ می پیل او دلړم میاشتی تر۲۳ می پوری دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز دمطبوعاتی ټیم اودپوهنی محترم وزارت په همکاری دعامه پوهاوی برنامه په هرمکتب کی دیوی ورځ لپاره وړاندی شو.
په دغه برنامه کی ۲۴ دهلکانو اوانجونو لیسی دکابل ښار په مختلفو نواحیو کی دنشه یی توکو،الکولی مشروباتو اوتابلیتK(روان بدلونکی)اوهمدارنګه دمسکراتو اونشه یی توکو دقانون دپوهاوی په اړه ترپوښښ لاندی راغی.
ددغی برنامی موخه دمسکراتو، نشه یی توکو اوتابلیت K (روان بدلونکی) داضرارو په اړه دمکاتبو دزده کوونکو دپوهاوی لوړول و چی دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز دمطبوعاتی ټیم لخواه معلومات وړاندی سو.
هغه زده کونکی چی په دغو نندارتونونو کی ګډون کړی و په خپل خبروکی وویل چی دغسی نندارتونونه کولای سی دمسکراتو،مخدره توکو او دتابلیتK (روان بدلونکی) دزیانونوپه اړه دځوانانو لپاره ډیر ګټور وبلل او ددغی برنامی نه قدردانی وکړل.
شریفه دالفتح دانجونو لیسی یوتن زده کونکی ددغه نندارتون په اړه خپل نظر داسی وړاندی کړل:(( ددغسی نندرتونونو په وړاندی کولو سره ځوانان او په خاصه توګه زده کونکی پوهاوی لاسته راوړی چی څنګه وکولای شی دمسکراتو،مخدره توکو او تابلیتK (روان بدلونکی) دزیانونونه ځانونه وساتی.))
هغی زیاته کړه چی مخکی له دی نه چی دغه برنامه د دوی په مکتب کی په لاره واچول سی دوی دمسکراتو،مخدره توکو اوتابلیتK (روان بدلونکی) دزیانونو په اړه لږ څه پوهیدل خو اوس چی دغه نندارتون ولیدل ددغی منفوری پدیدی په اړه ډیرپوهیږی.
له بل خواه هم محمد اقبال دهمایون شهید دلیسی یو تن زده کونکی چی دمسکراتو اونشه یی توکو دعامه پوهاوی نندارتونه لیدنه کوله خپل نظر زمونږ سره داسی شریکه کړه :(( مونږ نن ډیرخوښ یو چی زمونږ په مکتب کی دمسکراتو،نشه یی توکو او تابلیتK (روان بدلونکی) دزیانونو په اړه معلومات راکول کیږی او غوښته مو دادی چی دغسی برنامی په پوهنتونونو کی هم په لاره وچول سی.))
په همدی حال کی محمد عزیز چی دخواجه رواش دهلکانو دلیسی دیوتن زده کونکی ده په داسی حالی کی چی دنندارتون څخه په لیدنه بوخت و خپل نظر ددغی برنامی په اړه داسی حرنګند کړ:
(( زه په لمړی قدم کی دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز له مسوولینو څخه مننه کوم چی دمسکراتو اونشه یی توکو اوهمدارنګه دتابلیت K (روان بدلونکی) دزیانونو په اړه دغه مفید اومهم نندارتون وړاندی کړی او امیدواریو چی دغسی برنامی په دوامداره توګه په لار واچول سی.))
یاد برنامی دروان لمریز کال په تیرو وروستیو میاشتو کی په لمړی تعلیمی حوزه، دوهمه تعلیمی حوزه، دریمه تعلیمی حوزه ، څلورمه تعلیمی حوزه، نهمه تعلیمی حوزه اودیارلسمه تعلیمی حوزه کی په لاره اچول سوی دی.
دا په داسی حال کی ده چی دمسکراتو اونشه یی توکو دزیانون اوهمدارنګه دمسکراتو اومخدره توکو سره دمبارزی دقانون په اړه دعامه پوهاوی برنامه له څلورکالو را په دی خواه دکابل ښار اویوشمیرولسوالیو په مکاتبو کی اوهمدارنګه په یوشمیرملکی اونظامی پوهنتونونو کی دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایم پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز دعامه اړیکو دټیم لخواه په لاره اچول سوی دی.
په پام کی ده چی په راتلونکی اونیو کی دغسی برنامی دکابل ښار په یوشمیرنادولتی پوهنتونونوکی هم په لاره واچول سی.

