General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): دپولیسو د تدقیق،پلټنی اولابراتوار لوی مدیریت تاریخچه

دپولیسو د تدقیق،پلټنی اولابراتوار لوی مدیریت تاریخچه

2017-08-21 CJTF Photo

 

د نشه یی توکو پرضد د مبارزی د پولیسو عدلی لابراتوار د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو پرضد د مبارزی معینیت په چوکات کی د مسکراتو،الکولی مشروباتو او نشه یی توکیو د تشخیص او علمی نظر ورکولو په موخه پرانیستل سوی دی.

  یاد لابراتوار  جوړښت چاری د نشه یی توکو پرضد د مبارزی معینیت د اړتیا په موخه د ۲۰۰۴ میلادی کال کی تصویب او د نړیوالی  ټولنی په مرستې او  د نشه یی توکو پرضد د مبارزی د نړیوالی ټولنی اداری (UNODC) په مالی مرستې د بنسټ ډبره دښاغلی ماریاکوستا د دغی اداری مشر لخوا کیښودل شوه.

د دغه لابراتوارساختمانی چاری  د۲۰۰۶ میلادی کال داپریل میاشتی په ۲۷ مه بشپړ اودکورنیوچارووزارت دمخدره توکو سره دمبارزی پخوانی مرستیال مرحوم ډګرجنرال محمد داوود(دوود) اود بین المللی ټولنی ملګرو له لوری پرانیستل شوو.

د دغی لابراتوار د مخکی بیولو لپاره ټول کارکوونکی د آزادو سیالیو له لاری د لوړو نمرو لاسته راوړلو سره لاره پیدا کړی او پر علمی اوتدقیقاتی کارونو پیل وکړ.

هغه مهال د دغه لابراتوار چاری په خپلواکه  توګه  په مخ بیول کیده اوټولی مالی امتیازات اونورتجهیزات اوتخنیکی مرستی دCA ) NCA) National Crime Agency  دفتر لخواه تمویل کیدل چی ددغه لابراتوار دپرسونل فعالیت تر۱۳۸۶ لمریز کال دپولیسو دریفورم وخت سمون درلود او دریفورم په تطبیق او دتشکیلاتی تنظیم سره دلابراتوارآمریت دتدقیق،پلټنی اولابراتوار دلوی مدیریت ترچتر لاندی ځای وموند اوپه خپل تدقیقاتی فعالیت پیل کړ.

دیادونی وړ ده چی په هغه وخت کی دغه لابراتوار خپل تدقیقاتی فعالیتونه په یوه خونه کی پیل کړل چی دستونزو په لرلو باالآخره دنوی لابراتوار دساختمان ډبره د ۵۴۰ مترمربع مساحت کی دالمان هیواد دمالی مرستی دبین المللی ټولنی دمخدره توکوسره دمبارزی اوپلان شوی جرمونودفتر(UNODC) لخواه دمخدره توکوسره دمبارزی دعملیاتونودریاست په قرارګاه کی په ۱۳۹۰لمریزکال کی  کیښودل شو او دچنګاښ میاشتی د۱۳۹۳ لمریز کال  چی د۲۰۱۴ میلادی کال دجون میاشتی سره سمون درلود تکمیل او باالآخره د ډګرجنرال محمد داوود(داوود)، ډګرجنرال بازمحمد احمدی اونور ملی اوبین المللی همکارانو اودسفارتونواستازی لخواه پرانستل شو.