General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): کلنی راپور

کلنی راپور

 

د مسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو پرضد د مبارزی عدلی او قضائی مرکز د ۱۳۹۵ کال، کلنی راپور

د پولیسو د تدقیق، بررسی او لابراتوار عمومی مدیریت او د ځانګړی څارنوالی عمومی ریاست:

د پولیسو د تدقیق، بررسی او لابراتوارعمومی مدیریت د ۱۳۹۵ لمریز کال په اوږدوکې د ۴۶۳قضیو په اړوند ۵۷۷ تنه د مسکراتو او نشه یی توکو د قاچاقو په تور چې د هیواد په بیلابیلو ولایتونوکی نیول شوی وو، ترلاسه کړي چې د ابتدایی څیړنو وروسته ټول یي قضیی د عدلي تعقیب له پاره ځانګړی عمومی څارنوالی ته سپارلی ده.

په راپور کې راغلي چې د مسکراتو او نشه یي توکو د  تورنو په مینځ کې ۲۸ تنه دولتی کسان، ۲۸ تنه ښځینه او ۵ تنه بهرنی وګړي (ایرانی) شتون لري.

د ۱۳۹۵ کال د پورتنیو قضیو سره په ډله ییزه توګه:

هیروئین څه باندی ۶۸۷۰ کیلوګرامه

مورفین څه باندی ۲۶۲۵۹ کیلوګرامه

تریاک څه باندی ۵۵۰۴۷ کیلوګرامه

چرس ۳۳۱۸۲۷ کیلوګرامه

جامد کیمیاوی مواد ۹۳۱۱۴ کیلوګرامه

مایع کیمیاوی مواد ۳۳۱۵۳ لیتره

خالص الکول ۱۳۰۰ لیتره

الکولی مشروبات ۱۱۳۲۳۷ لیتره

او د لابراتوارو ۳۹ کارخونو د ویجاړولو ترڅنګ، ۴۱ بیلابیل وسلی سره له ۱۹۸۳ فیره مرمی، ۲۶۳ بیلابیل موټر، ۲ فیره راکټه، ۳ قبضی لاسی بمونه،۵۸۴ سیټه موبایل او ۲۵۶۹ عدده د کوکنارو د نیش وهلو وسیلی د هیواد کشفی ارګانونو لخوا کشف او ضبط شوي دي.

همدارنګه: د مسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو پرضد د مبارزي د ځانګړي عمومي څارنوالي له لوري په دی موده کې  ۴۲۸  قضیی څیړل شويی او له هغه جملي څخه تراوسه د ۲۸۴ قضیو محاکماتی دوران  بشپړی شوي.

د ځانګړي څارنوالي د راپور پربنسټ ریاست د ۱۳۹۵ کال په اوږدوکې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی پیسي لکه اته میلیونه او ۲۷ زره او ۲۹۲ افغانی، دوه لکه او ۷۰۱۸ امریکایی ډالره ، څلورمیلیونه او دوه سوه ۳۰ زره او ۲۵۰ پاکستانی کلداری ، ۳۹۵۰۰ هندی کلداری او دوسوه زره ایرانی تومان یي دافغانستان مرکزی بانک حساب ته سپارلي دي.

په دی موده کې هغه مسکراتو او نشه یی توکې چې د کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا کشف او ضبط شوي وو د ذیصلاح محاکمو د فیصلي څخه وروسته د کورني، بهرني میلمنو او د ملي او نړیوالي رسنیو په حضور کې سوځول شوي دي.

د یادونی وړ ده چی د ۱۳۹۵ لمریز کال په اوږدوکی ننگرهار ولایت د ۷۳ قضیو سره، کابل ۶۶ قضیو سره، کندهار ۴۷ قضیو سره، هرات ۳۸ قضیو سره او نیمروز ولایت۳۱ قضیو سره د مسکراتو او نشه یي توکو د قضیو دیری لرونکی ولایتونه شمیرل کیږي.