د مسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو پرضد د مبارزی عدلی او قضائی مرکز د ۱۳۹۴ کال، کلنی راپور
د تدقیق او بررسی عمومی مدیریت او د ځانګړی څارنوالی عمومی ریاست:
د تدقیق او بررسی عمومی مدیریت د ۱۳۹۴ لمریز کال کی ۵۳۴ قضیی له ۷۱۱ تنه د مسکراتو او نشه یی توکو د تور په اړه د هیواد د بیلابیلو ولایتونو څخه ترلاسه کړی چی وروسته د ابتدایی تحقیقاتو څخه یی ځانګړی عمومی څارنوالی ته یی د لازیاتو تحقیقاتو لپاره سپارل شوی دی.
په راپور کی راغلی چی د مسکراتو او نشه یی توکو تورنو په مینځ کی ۴۰ تنه دولتی کسان، ۱۵ تنه ښځینه او ۳ تنه بهرنی وګړی ایران هیواد څخه شتون لری.
د ۱۳۹۴ کال د پورتنیو قضیو سره په ډله ییزه توګه:
•هیروئین څه باندی ۶ ټُنه
•مورفین څه باندی ۱.۵ ټُنه
•تریاک څه باندی ۲۷ ټُنه
•چرس ۱۸۴ ټُنه
•جامد کیمیاوی مواد ۷.۵ ټُنه
•اسید ۴۲۵۳ لیتره
•الکولی مشروبات څه باندی ۱۸۶۷۵ لیتره
او د لابراتوارو ۱ کارخونی تخریب ترڅنګ، ۱۴۳ بیلابیل وسلی سره له ۱۰۵۵ فیره مرمی، ۳۳۵ بیلابیل موټر، ۴ فیره راکټ، ۱ قبضی دستی بمونه او ۶۲۷سیټه موبایل د هیواد کشفی ارګانونو لخوا کشف او ضبط شوی دی.
په همدی حال: د ځانګری عمومی څارنوالی تحقیق ریاست د تدقیق او بررسی عمومی مدیریت څخه د مسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو قضیی چی ترلاسه کړی د ۱۳۹۴ کال په شمول په ۱۹۴ لمریز کال کی ۵۵۸ قضیی ترکار لاندی لری چی د هغی جملی څخه د ۵۱۰ قضیی تحقیقاتی مرحله یی بشپړه کړی او ۴۸ قضیی تر کار لاندی دی.
د ځانګری عمومی څارنوالی ریاست، تحریریاتو عمومی مدیریت ښی چی د ۱۳۹۴ کال په اوږدوکی له قاچاقبرانو څخه د نیولو او بدنی تلاشی پرمهال کی ۲۱۲۴۲۷۷۱ افغانی، ۱۲۲۱۷۵ امریکایی ډالر ، ۱۸۲۶۲۸۸۰ پاکستانی کلداری ، ۷۲۰۳۳۰۰۰ ایرانی تومان ، ۳۱۹۵۰ هندی کلداری او ۳۰۵ عربی متحده اماراتو درهم یی ترلاسه شوی او د مرکزی بانک په حساب کی د امانت په توګه سپارل شوی دی.
راپور شی چی، په دی موده کی هغه مسکراتو او نشه یی توکی چی د کشفی ارګانونو لخوا کشف او ضبط شوی وو د ذیصلاح محاکمو د فیصلی وروسته د کورنی، بهرنی میلمنو او د ملی او نړیوالی رسنیو په حضور کی وسوځول شول.
د یادونی وړ ده چی د ۱۳۹۴ لمریز کال په اوږدوکی ننگرهار ولایت د ۹۴ قضیو په شتون، کندهار ولایت د ۶۲ قضیو په شتون او کابل ولایت د ۴۶ قضیو په لرلوسره د مسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو په لمړی فهرست کی درج شوی.