General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): کلنی راپور

کلنی راپور

د مسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو پرضد د مبارزی عدلی او قضائی مرکز د ۱۳۹۳ کال، کلنی راپور

د تدقیق او بررسی عمومی مدیریت او د ځانګړی څارنوالی عمومی ریاست:

د تدقیق،بررسی او لابراتوار لوی مدیریت د ۱۳۹۳ لمریز کال کی ۵۲۹ قضیی له ۷۴۲ تنه د مسکراتو او نشه یی توکو د تور په اړوند چی د هیواد له بیلابیلو ولایتو څخه یی نیول شوی وو ترلاسه کړی او د ابتدایی څیړنی نه وروسته، د پشپړی د تحقیقاتو لپاره یی ځانګړی څارنوالی لوی ریاست ته یی استولی ده.

د تورنو په مینځ کی ۱۸ تنه ښځینه، ۱۳ تنه دولتی مامورین او ۴ تنه بهرنی د ایران، ترکیه او پاکستان هیوادو وګړی شتون لری.

د ۱۳۹۳ کال د پورتنیو قضیو سره په ډله ییزه توګه:

•هیروئین څه باندی ۳ ټُنه

•مورفین څه باندی ۶ ټُنه

•تریاک څه باندی ۶۲ ټُنه

•چرس څه باندی ۳۱.۵ ټُنه

•جامد کیمیاوی مواد څه باندی مواد ۲۴ ټُنه

•اسید څه باندی ۷۰۷۱۰۳ لیتره

•الکولی مشروبات څه باندی ۲۹۲۰۸ لیتره او

د لابراتوارو ۲۰ کارخونی تخریب ترڅنګ، ۷۹ بیلابیل وسلی سره له ۴۱۱۳ فیره مرمی، ۲۸۵ بیلابیل موټر، ۲ فیره راکټه، ۱۶ قبضی دستی بمونه، ۱۲ پایی مخابری او ۵۸۷ سیټه موبایل د هیواد کشفی ارګانونو لخوا کشف او ضبط شوی دی.

د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست د تحریریاتو لوی مدیریت راپور ښی چی د ۱۳۹۳ کال په اوږدوکی له قاچاقبرانو څخه د بدنی تلاشی پرمهال ۲۰۲۶۶۲۱ افغانی، ۱۰۸۲۰ امریکایی ډالر ، ۱۰۵۱۶۳۲۰ پاکستانی کلداری ، ۷۹۵۷۰۰۰ ایرانی تومان او ۵۳۲۰۰ هندی کلداری ترلاسه شوی او د مرکزی بانک په حساب کی د امانت په توګه سپارل شوی دی.

راپور ښی چی، په دی موده کی هغه مسکرات او نشه یی توکی چی د کشفی ارګانونو لخوا کشف او ضبط شوی وو د ذیصلاح محاکمو د فیصلی وروسته د کورنی، بهرنی میلمنو او د ملی او نړیوالی رسنیو په حضور کی سوځول شوی دی.

د یادونی وړ ده چی ننګرهار ولایت د ۹۲ قضیو په شتون، کابل ولایت د ۸۹ قضیو په شتون، کندهار ولایت ۵۲ قضیو په شتون او هلمند ولایت د ۵۰ قضیو په شتون سره د مسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو د لمړی ولایاتو په فهرست کی درج شوی دی.

د ۳۴ ولایتونو له مینځ څخه، د ډله ییره توګه د هیواد ۳۱ ولایته د مسکراتو او نشه یی توکو جرمی قضیی لری چی ۸۹ قضیی د کابل ولایت، ۴۴۰ قضیی د ۳۰ ولایتونو مربوط ده او ۳ ولایت ته د ۱۳۹۳ کال په اوږدوکی د مسکراتو او نشه یی توکو جرمی قضیی نه لری.