د مسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو پرضد د مبارزی عدلی او قضائی مرکز د ۱۳۹۲ کال، کلنی راپور
د تدقیق، بررسی او لابراتوار لوی مدیریت او د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست:
د تدقیق، بررسی او لابراتوارلوی مدیریت د ۱۳۹۲ لمریز کال کی ۷۲۷ قضیی له ۹۰۶ تنه د مسکراتو او نشه یی توکو د تور په اړه چی د هیواد د بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوی وو ترلاسه کړی او وروسته د ابتدایی څیړنی څخه ځانګړی څارنوالی لوی ریاست ته یی د لازیاتو تحقیقاتو لپاره استولی دی.
په راپور کی راغلی چی د مسکراتو او نشه یی توکو تورنو په مینځ کی ۲۰ تنه دولتی کسان، ۱۶ تنه ښځینه او د یووی ښځی په ګدون ۹ تنه د ایران وګړی په شمول شتون لری.
د پورتنیو قضیو سره په ډله ییزه توګه:
- هیروئین څه باندی ۵ ټنه
- مورفین څه باندی ۵/۴ټنه
- تریاک څه باندی ۷۵ ټنه
- چرس څه باندی ۵/۲۸ ټنه
- جامد کیمیاوی مواد ۴۵ ټنه
- اسید څه باندی ۲۱۴۱۷ لیتره
- الکولی مشروبات څه باندی ۲۶۴۳۹ لیتره او
د لابراتوارو ۲۲ کارخونی تخریب ترڅنګ، ۹۶ میله بیلابیل وسلی سره له ۳۴۰۶۹ فیره مرمی، ۳۶۷ بیلابیل موټر، ۲ فیره راکټ، ۵قبضی دستی بمونه، ۵ پایی مخابری او۶۱۷ سیټه موبایل د هیواد کشفی ارګانونو لخوا کشف او ضبط شوی دی.
همدارنګه د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست، تحریریاتو عمومی مدیریت راپورپربنست د ۱۳۹۲ کال په اوږدوکی له قاچاقبرانو څخه د بدنی تلاشی پرمهال کی۷۰۰۳۵۵۴ افغانی، ۱۲۶۵۳ امریکایی ډالر ، ۵۷۱۴۱۴۰ پاکستانی کلداری ، ۱۴۲۹۶۹۵۰ ایرانی تومان او ۱۷۹۵۰ هندی کلداری ترلاسه شوی او د مرکزی بانک په حساب کی د امانت په توګه سپارل شوی دی.
راپور شی چی، په دی موده کی هغه مسکراتو او نشه یی توکی چی د کشفی ارګانونو لخوا کشف او ضبط شوی وو د ذیصلاح محاکمو د فیصلی وروسته د کورنی، بهرنی میلمنو او د ملی او نړیوالی رسنیو په حضور کی سوځول شوی دی.
د یادونی وړ ده چی کابل ولایت د ۱۲۵ قضیو په شتون، هلمند ولایت د ۱۱۵ قضیو په شتون او هرات ولایت د ۷۱ قضیو په شتون سره د مسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو د ولایاتو په لمړی فهرست کی درج شوی دی.