General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): کلنی راپور

کلنی راپور

د مسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو پرضد د مبارزی عدلی او قضائی مرکز د ۱۳۹۱ کال، کلنی راپور

د تدقیق، بررسی او لابراتوار لوی مدیریت او د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست:

د۱۳۹۱ کال په اوږدو کی دی مرکز ته ۵۹۰ قضیی سره له ۶۶۹ تنه دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو تورنو کسانو سره رالیږل شوی چی دهغوی ابتدایی څیړنی دمسکراتو او نشه یی توکو قانون په رڼا کی بشپړی اودعدلی پروسی دبشپړیدو لپاره دمسکراتو اونشه یی توکو جرایمو دځانګړی څارنوالی لوی ریاست ته استول شوی چی دتورنو کسانو په جملی کی ۲۰ تنه دولتی مامورین ،۲ تنه ښځینه او۱۲ تنه بهرنی وګړی شامل دی.

د۱۳۹۱ کال په اوږدوکی دتدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت ته رالیږل شوی قضیی په لاندی ډول دی:

څه باندی ۴ ټنه هیرویین 

څه باندی ۳۶ ټنه مورفین 

څه باندی ۷۱ نیم ټنه تریاک

څه باندی ۱۲۰ نیم ټنه چرس

څه باندی ۴۳ نیم ټنه جامد کیمیاوی مواد

څه باندی ۴۲۷۸۰ زره لیتره مایع کیمیاوی مواد 

دمسکراتو اونشه یی توکو جرایمو انکشافی قضیی:

د۱۳۹۱ کال په اوږدوکی دتدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت لخوا ۱۸ قضیو ته انکشاف ورکړ شوی چی دهغه په نتیجه کی ۲۶ جرمی شریکان نیول شوی او وروسته له ابتدایی څیړنی دبشری عدلی پروسی لپاره ځانګړی څارنوالی لوی ریاست ته استول شوی دی