تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی…

ادامه

محمد عارف نوری دمسکراتو اونشه یی توکړ دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی او قضایی مرکز دځانګړی درییس په توګه وګمارل شو

2016-06-13 Mohammad Arif Noori

 

دلوی څارنوالی په پیشنهاد اودافغانستان جمهوری ریاست دعالی مقام په منظوری،محترم محمد عارف نوری دمسکراتو اونشه یی توکودجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدځانګړی څارنوالی دلوی رییس په توګه وګمارل شو.

نوموړی، دښاغلی څارنپوه نورحبیب جلال دلوی څارنوالی دتحقیق مرستیال لخوا د۱۳۹۵ لمریزکال دغبرګولی په ۹مه نیټه دمسکراتو اونشه یی توکودجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدځانګړی څارنوالی کارمندانوته ورمعرفی اوښاغلی محمد عارف نوری په خپل رسمی کاریی پیل کړل.

ښاغلی جلال، تقرر، تغییراوتبدیل،عزل،مکافات اومجازات د دموکراتیکو دولتونو یو اصل ونومول.

دلوی څارنوالی دتحقیق مرستیال ، ښاغلی محمد عارف نوری ته دنوی دندی مبارکی وویل اوزیاته کړه چی په دغه مهمه دنده کی له خپلو نوروهمکارانو سره دمسکراتو اونشه یی توکو پروړاندی جدی ګامونه واخلی او په دی برخه کی عدالت تامین کړی.

وروسته ښاغلی څارنیارمحمد عارف نوری خبری وکړی اوزیاته کړه:(( کوښښ کوو ترڅو دمسکراتو اونشه یی توکو ټولی قضایایو دقانون په رونتیاکی تعقیب کړو اوهیڅ بیګناه بندی نسی او هیڅ مجرم بی له سزا خوشی نسی.))

همدارنګه ښاغلی نوری په داسی حال کی چی دعدلی اوقضایی مرکز یوشمیر مسوولینو هم ورسره ګډون درلود ددغه مرکزدبیلابیلو برخو ادراتو له کارمندانو سره وکتل .

په هغه مراسم کی چی ښاغلی نوری وروپیژندل شو دنشه یی توکو اومسکراتو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزلوړپوړی چارواکو هم شتون درلود.

په پای کی څارنپوه یارمحمد حسین خیل دځانګړی څارنوالی مخکنی رییس ددغه ریاست مسوولیتونه ښاغلی نوری ته وسپاره اوخپله نوی دندی ته ولاړ.

ښاغلی محمد عارف نوری دمحمد معروف زوی چی د۱۳۵۳کال دغبرګولی په ۲۸ مه نیټه په کابل ولایت کی دیوی مسلمانی کورنی کی نړی ته راغلی .

نوموړی وروسته له هغه نه چی دپولیسو اکاډمی نه دلیسانس په درجه دحقوق جزا اوجرم پیژندنی په برخه کی خپل ماستری سند ترلاسه کړل او بیایی خپل رسمی دنده د۱۳۸۲ لمریزکال کی دکابل په امنیه قوماندانی کی پیل کړ.

 

ښاغلی محمدعارف نوری دخپل مسلکی ظرفیت دلوړولو په موخه هندوستان،مالیزیا او دبی هیوادونو ته رسمی سفرونه کړی ده.