General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د تورنو کسانو حقوق په قانون کې

د تورنو کسانو حقوق په قانون کې

2016-12-07 Prisoner.jpg

د اسلام مقدس دین او اسلامی شریعت کتابونو او علماوو او د دویم نړیوال جنګ څخه وروسته د بشر د حقوقو کارکونکو دا خبره په کلکه منلی ده چه انسان لکه څرنګه چی مخکی د بند او توقیف څخه حقوق او امتیازات لری همدارنګه د نیول کیدو څخه وروسته د بند په حالت کی هم یوه اندازه حقوق او امتیازات لری چی په اړه یی زمونږ د اسلامی کتابونو ترڅنګ د هیواد اساسی قانون او نورو نافذه قوانین پوره او سپیڅلی روښنايی لری او رغنده بحث یی پری کړیدی پرته لدی چی د تورن کس د ازادی حق د قانون له مخی واخیستل شو نور حقوق لکه د مدافع وکیل در لودل د څیړنی په وخت کی موجودیت د محاکمی او څیړنی په وخت کی د ژبی د نه پوهیدو په صورت کی د ژباړن درلودل د دوسیی او هغه څه چه لاس ته راغلی د هفی په اړه تورن او د هغه مدافع وکیل ته اطمینان حاصلول او داسی نور، دا هغه څه دی چه قانون پری باندی پوره وضاحت کړی او قانون پوهانو د پورتنیو حقوقو د تفهیم او پوهاوی لپاره چی تورن ته باید وښودل شی اړ ونده مراجع لکه پولیس، څارنوالی او محکمه مکلف ګرځولی دی چه تورن ته باید دا حقوق په پوره وضاحت سره تفهیم کړی همدارنګه تورن کس باید په داسی حال کی اظهارات ورکړی او داسی وخت زمینه او فضادی ورته تیاره کړای شی چه هیڅ نوعه فشار پرهغه باندی نوی نه یوازی داچی جسما باید له تلکیف او زیار او مزاحمت څخه خلاص وی بلکه د روحی له لحاظه هم باید پرهغه باندی کوم فشار نه وی همدارنګه د اسلامی لارښونو سره سم د هغه دینی حقوق باید په پام کی ونیول شی د هغه دین مذهب او طریقی ته باید پوره احترام وشی هغه په هیڅ نوع باندی ونه رتل شی که له یوی خوا تورن کس په بندی خانه او یا توقیف کی وی له بل پلوه باید دی خبری ته جدی پام لرنه وشی چه د انسانیت له لاهری څخه د باندی دی بلکه دیو انسان په اړوند چه څومره حقوق پرته له آزادی څخه په قوانینو کی ذکر شویدی پام لرنه وشی چی پدی اړه د بیلګی په توگه د اساسی قانون یو څو مادی ذکر کوم د اساسی قانون 29 ماده کی ویل شوی دی چی (د انسان تعذیب منع دی هیڅوک نه شی کولای چه له شخص څخه حتی د حقایقو د ترلاسه کولو په مقصد که څه هم تر تعقیب نیونی او یا توقیف لاندی او یا په جزا محکوم وی د هغه د جزا لپاره اقدام وکړی یایی د تعذیب امر ورکړی د انسانی کرامت مخالفی جزا تاکل منع دی) 31 ماده هرڅوک کولای شی له نیول کیدو سره سم له ځانه د اتهام د لری کولو او یا د حق د ثابتولو لپاره مدافع وکیل وتاکی)

همدا رنګه په همدی ماده کی ویل شویدی متهم حق لری چه له نیولو سره سم له منسوب اتهامه ځان خبر کړی او دهغی مودی د ننه چی قانون یی تاکی محکمه کی حاضر شی دولت په جنائی پیښوکی د بیوزلی متهم لپاره مدافع وکیل تاکی(30 ماده له متهم یا بل شخص حخه په زور ترلاسه شوی څرګندونی اقرار یا شهادت اعتبار نلری)

د اساسی قانون دوهمه ماده: افغانستان د اسلامی جمهوریت دین د اسلامی سپیڅلی دین دی د نورواو یا نوپیروان د خپل دینی مراسمو په اجراکی د قانون د حکمونو په حدودوکی آزاد دی.

 

او داسی نور مواد دا تول په څرګنده توگه دا ښایی او بیانوی چه انسان که هغه تورن وی او کنه په تولنه او دولت باندی حقوق لری چه د بیلګی په توگه د نیول کیدو څخه وروسته بعضی حقوق او د ارونده مراجعو مکلفیتونه په پورته برخه کی ذکر شول.