General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): څنگه کولای شو خپل اولادونه له مخدره توکوڅخه وژغورو؟

څنگه کولای شو خپل اولادونه له مخدره توکوڅخه وژغورو؟

2016-12-07 addicted people12.jpg

ډیری میندی اوپلرونه چی ښار اوکلیوال ناستی دی په دغه وروستیو کی پوه شوی دا چی اولادونه یی ښه راتلونکی ولری په وخت سره هغوی واکسینه وی خو په تاًسف سره باید ووایو چی ځینی میندی او پلرونه دی ته پاملرنه نه ده کړی چی څنګه د خپل ماشومان د نشه یی توکوڅخه و ژغوری.

په دغو وروستیو کی دنورو ستونځو ترڅنگ، دځوانانو اعتیاد په نشه یی توکو ده چی زمونږ دولت او چاپیریال ته دیری ستونځی پیدا کړی دی ، چی دیری دغه ځوانان دبیلابیلو عواملو له کبله؛ لکه بیکاری، فقر ،بیسوادی ، کدوالی او دمیندو اوپلرونو د بی پروایی له امله رامنځته شوی ده.

د افغانستان دروغتیا وزارت د رسمی شمیرنی پربنست، همدا اوس په افغانستان کی د ماشومانو،ځوانانو او ښځو په گدون د یو میلیونه دیرکسان په مخدره توکیو روږدی دی.

په دغه مبحث کی د څو اړین مواردو ته اشاره شوی ده چی موښه یی بیا هم د میندو اوپلرونو پاملرنه دخپل اولادونو ته یی ځانګړی شوی ده.

هغه ماشومان چی د هغوی میندی اوپلرونه هیڅ وخت دمخدره توکیو د اضرارو په اړه دوی ته لارښونه ورکړی نه ده له تولو نه همدغه ماشومان د ځوانی به مرحله کی په ستونزو کی اخته کیږی نو ویلای شو چی دغه حوانان کله چی مخدره توکیو سره مخامخ کیږی تردیدونه اوسوالونه دوی ته پیداکیژی حکه چی دوی ته هیحکله د دوی میندی اوپلرونه دمخدره توکیو په اړه لارښونه نه ده کړی ؛ نو له همدی کبله دوی بیا هم له خپل میندی اوپلرونو سره په راحتی خبری وکړی.

که تاسو هم له هغو میندو اوپلرونو له دلی یاست چی غواړی خپل ماشومان د اعتیاد پرضد واکسین کړی نو ښه به داوی چی لمړی دخبری کولو طریقی اواستعمال دجملاتو ته پاملرنه وکړی؛ ځکه چی ستاسوخبری دتولو سنینو دپاره یوشان نه دی .

د مکتب نه مخکی عمرونه:

د۷ کالو عمرماشومانو سره هدفمندانه خبری کول لوی ابتکاراوفوق العاده عمل بلل کیږی ؛ نوهوښیار اووسی هرکله چی زمینه مساعده شوه دهغه نه دیره استفاده وکړی؛ د بیلګی په توگه؛ کله چی ستاسواولادونه خدای مکړه ناروغ شی نو فوراً تاسی دوی ته د درملنی لپاره دوایی جوړه وی؛ او دا بهترینه مرحله ده چی کولای شی خپل اولادونه وپوهاوی چی دغه درمل د دی ناروغی لپاره جوړشوی ده خو کله چی همدغه دوایی په نامناسب ځای او په غیرطبیعی شکل سره استعمال شی نو خامخا خطرناک عواقب به ولری ؛ دویلو وړده چی ددغو عمرماشومان ذهنونه یی دی ته آماده ده چی هره خبری جذب اوهضم کړی اوهیڅکله به یی له یاده نه اوباسی.

کله چی په یو کارتون کی داسی عکس موجود وی چی په هغه کی څوک سگرت سکی او که تاسی په دی اړه خبری وکړی نو خامخا تاسی به دسگرت اومخدره توکیو داضراروه په اړه دیر په ملایم لحن توضیحات به ورکړی او له داسی کلماتو څخه کار اخلی چی ماشوم په تمام معنی سره پوه شی.

۸ تر ۱۲ کلنی پوری:

که تاسی په دغو عمرو اولاد لری، نوکولای شی چی د خپل له هرنوع توضیحات نه وروسته د خپل ماشوم حخه هم نظر وغواړی او کله چی مو د خپل ماشوم نظر واوری نو فوراً قضاوت مه کوی ځکه چی د تاسو دغه فوری قضاوت سبب کیږی چی ستاسی ماشوم په راتلونکی کی خپل اصلی نظر پت وساتی نولازمه ده چی له خپل ماشوم سره داسی روابط وساتی چی یو نږدی دوست سره ساتی .

۱۳ تر۱۷ کلنی پوری:

ډیری ماشومان په دغو عمروکی خوښ یی چی پوه شی تولکی یی په سګرت ایستلو اخته ده یاهم نورمخدره توکیو ته مخه کړی ده او حتی داچی کوښښ کوی چی داسی ملګری پیدا کړی چی هغوی موتراو داسی نور امکانات ولری نو که غواړی چی له خپل ماشومانو سره خبری وکړی؛ باید تاسوهم هغوی ته فرصت په لاس ورکړی چی خپل احساسات بیان کړی د بیلګی په توګه: ستاسی بچی د دریوری په اړه علاقه لری اوغواړی چی دغه خپل علاقمندی له تاسو سره شریکه کړی نو په دغه حساسه وخت کی دخپل ماشوم خبری مه بنده وی اوپریږدی چی خپل خبری تکمیل کړی. خو تاسو هم په پای کی وخت له لاسه مه ورکوی دموترچلولو دخطرونو په اړه خپل ماشوم ته پوره لارښونه وکړی.

نوکه غواړی چی یو ښه موراوپلار ووسی اوښه سالم اولاد وروزی ، اړینه ده چی یو لړ ستونځی په ځان باندی ومنی .

دویلو وړ ده چی هغه ماشومان اوځوانان چی سگرتی اومعتاد ملګری لری له نورو ځوانانو نه دیر داعتیاد په خطرکی واقع کیږی .

 

لازمه ده چی دخپل اولادونو ملګری اودوستان وپیژنی اوحتی دهغوی له کورنی سره روابط تینګ کړی اودمکتب درسی ماحول سره هم تماسونه وساتی .