General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): داسلام دین همیشه په پاکوشیانو باندی امرکوی اودخبیثو شیانونه خلک منع کوی

داسلام دین همیشه په پاکوشیانو باندی امرکوی اودخبیثو شیانونه خلک منع کوی

2016-12-07 addicted people.jpg

اسلام داسی یو اوچت دین دی چی همیشه خپل لارویانو ته په پاکوشیانو امرکوی اوبرعکس دنجس اوخبیثو شیانو نه خلک منع کوی .

اوهمدارنګه الله(ج) په دی دین کښی قدرت اوتوان ایښی دی چی انسانان مثبت خواته توجیه کړی او د بد افکار، بد اعمال اوبد توجیهاتو نه هغوی منع کړی.

مولوی عبدالسلام عابد دکابل ښار دحاجی عبدالرحمن دجامع مسجد خطیب دنشه یی توکو اوالکولی مشروباتو په هکله دقرآنکریم او نبوی احادیثو په رڼاکی (آګاهی مجلی ) ته داسی وویل:

یو وخت دعرب په ټولنه کی شراب دومره خوړل کیدل چی په هرکورکی خمونه موجود وو او په خپل کورکی شراب تولیدول، بناْ کورپه کورخلک شراب خوړل او یوعادی قضیه وه خو دشرابو مفاسد دومره وه چی دقتل،زنا،سرقت او دبد بختیو مادی او معنوی عامل ګرځیده او داسی په ټولنه کی ډیر نفوذ کړی وو چون نفوذ یی زیات وو، یو دم د دی منع کیدل ګران تمامیدل نو الله(ج) ددی تحریم په خاطرباندی تدریجی تغییر ته یی ټولنه واداره کړه.

دښاغلی عابد په وینا ، الله (ج) په قرآنکریم کی انسانانوته او په خاصه توګه مسلمانانو ته ویلی ده چی تاسو ته میوی او نورډیرښه شیان پیداکړی اوپه ښه ډول ورنه استفاده وکړی.

مولوی عبدالسلام زیاتوی چی بل ځای کی بیا الله (ج) مسلمانانو ته خطاب کوی چی ای مسلمانانو تاسو هیڅکله مانځه ته مه وړاندی کیږی په هغه وخت کی چی تاسی شراب څښکلی وی ځګه چی شراب عقل له منځه وړی اوعبادت په بی عقلی حالت کی نتیجه نه ورکوی ، نو په دی خاطر تاسو دعبادت په وخت کی درشرابو څخه لری شی .

دی وایی چی الله (ج) مسلمانانو ته یو ځل بیا خطاب کوی او فرمایی چی شراب داسی یو شی دی چی خیر یی کم دی ولی ضرر یی ډیر دی او خیریی هم په مادیاتو کی دی یعنی په راکړه ورکړه کی نه داچی انسان ته خیر ورسوی یعنی صحت ته هیڅ خیر نه لری، ټولنی ته هیڅ خیرنه لری ولی په شخصی مبادالاتو کی په راکړه ورکړه کی کله، کله خلکوته نفع دی نه همیشه.

همدارنګه په څلورمه مرحله کی ، هغه وخت چی مسلمانانو دشرابودبدیو،غلطیو باندی وپوهیدل ،نو الله (ج) ارشاد وفرمایل چی ای مسلمانانو دهر هغه خمر اوهمدارنګه قمار،انصاب، بت پرستی،فالبینی ګانی داټول دشیطان عملونه دی او ددی پلیدی نه ځان وساتی ترڅو چی تاسی رستګار شی ولی شیطان په واسطه ددغه ناروا اعمالو دهغی دجملی څخه دشرابو په واسطه باندی ستاسو منځ کی دښمنی اچوی اوکورونه مو خرابوی ، محبت موخرابوی اوباالآخره دوستی مو خرابوی .

دغه دینی عالم همدا راز زیاتوی چی اسلام په همدی بنا باندی دشرابو په مقابل کی سخت دریځ ونیول اوپه ضمن کی امام ابی داوود رضی الله عنه په یو نبوی حدیث کی درسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کوی چی یو شی چی ډیر زیات یی دانسان عقل خرابوی ،سکرمنځته راولی ،لیونتوب مینځه راولی ، نو ډیرکمی هم حرام دی اوهمدا رنګه پیغمبرصلی الله علیه وسلم په بل حدیث کی چی امام ابی داوود دحضرت ابن عمر نه روایت کړی ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم مهربانی کړی ده او داسی ویلی ده چی هرهغه شی چی مخامر دعقل راولی هغه شراب دی اوشراب حرام دی.

دا په داسی حال کی ده چی الله (ج) انسانانوته دشرابو او نورو مخدره توکو پرځای ډیر ښه شیانوته تشویق اوترغیب کړی چی ددنیا اوآخرت دکامیابی سبب هم ګرځی .

څنګه کولای شو چی په خپل اسلامی ټولنه کی دشرابو اونورومخدره توکو مخنیوی وکو؟

مولوی عبدالسلام عابد همدا رنګه وایی چی په یو اسلامی ټولنه کی هریوکس مکلفیت لری چی امر په معروف او نهی دمنکر وکړی یعنی په لمړی سرکی دکورنی مشران مسوولیت لری چی خپل دکورنیو اعضاوو ته لارښونه وکړی ترڅو چی دالکولی مشروباتو او مخدره توکو اونورو منفورشیانونه ډډه وکړی.

اوپه دوهم قدم کی حکومت باید دالکولی مشروباتو اومخدره توکو دمخنیوی په خاطر په ټول هیواد کی لوړ ګامونه واخلی اوتولید او واردولو مخه ونیسی ترڅو چی دافغانستان خلک ددغی منفوری پدیدی نه خلاصون ومومی.

دنوموړی په نظر، افغانستان کی یو عامل دشرابو دترویج هغه دحکومت بی پلانی ،ضعف اداری اونشتون دیوجدی مبارزی بلل کیږی.

دغه دینی عالم په عین حال کی وایی چی حکومت باید د رسنیو ،ملاامامانواومکاتبو له لاری خلکوته لارښونه وکړی چی دمخدره توکو اوالکولی مشروباتو نه ځان وساتی.

آیا ښځه کولای سی چی دخپل شراب خوره خاوند څخه تفریق(طلاق) واخلی ؟ 

په دی برخه کی هم مولوی عبدالسلام عابد دقرآنکریم دلارښونی سره سم داسی ویل لری: هغه ښځه چی خاوند یی شراب څښکی په لمړی سر کی خپل رب ته التجا وکړی اودعا وکړی چی خدای دی زما دغه خاوند په خپل فضل سره اصلاح کړی ځکه هغه مقلب القلوب دی انشاالله دغه دعا به الله (ج) قبلوی ورته اودوهم دادی چی تناصح دخپله شروع کړی ځکه اسلام دین په خپله نصیحت اوخیرخواهی ده او همدارنګه خپله ښځه ددی توانایی باید پیداکړی چی خپل خاوند ته ووایی چی دغه کاریی ښه کارنه دی او ددی نه باید لاس واخلی ځکه په دی عمل باندی ته خپل شخصیت له لاسه ورکوی ،خپل کور،خپل اولادونه اوباالآخره ما له لاسه ورکوی ، کیدی شی دغه نصایح ورباندی ښه تاْثیرولری او دخپل دغه بدعمل نه لاس په سرشی.

دښاغلی عابد به وینا که دغه نصایح هم موثر واقع نشو، بیا دی وګوری چی په دی خاوند باندی موثرافراد څوک دی په کورکی اودهغو سره دغه موضوع په خصوصی شکل مطرح کړی اوداقضیه دی ورته وړاندی کړی چی زما خاوند داسی مشکل سره مخامخ دی اوتاسی په دی کی ما سره همکاری وکړی.

او که په دی هم قضیه حل نشو، نو پس له هغه نه یو علنی محکمه په خپل فامیل کی جوړ کړی یعنی دخپل اقارب اودخاوند اقارب اوبیا دی کینی اوخپل مشکل په واضح توګه ووایی که مشکل حل شو خو ښه خبره ده او که خدای مکړه مشکل په خپل ځای پاتی شو، بیا وروسته دغه ښځه کولای شی چی ووایی چی نور ددغه شراب خوره سړی سره ژوند نشم کولای.

 

خو دغه دینی عالم بیا زیاتوی چی که دوی موفق په دی شو چی قضیه یی حل کړ بیا وروسته دی جنجنال نه جوړوی او خپل ژوند ته دی ادامه ورکړی او الله (ج) پر دوی باندی ستر واچوی او که چیری دوی بیا هم داسی یوناوړه کارته یی لاس وهی نو ښځه بیا ددی حق لری چی مراجع عدلی ته مراجعه وکړی اودقضاو په اساس باندی تفریق (طلاق) واخلی اوکه وغواړی کولای شی چی له خپل شراب خوره خاوند سره دخپل اولادونو په خاطر یا نورمسایلو په خاطر په همداسی یو حالت سره هم ژوند ته دوام ورکړی.