Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د چنګاښ میاشتې راپور

د چنګاښ میاشتې راپور

2021-07-27 CNJC-LOGO

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز د تدقیق، بررسی او لابراتوار لوی مدیریت، ځانګړی عمومی څارنوالئ ریاست،ابتداییه اواستیناف محاکمو راپور

د۱۴۰۰ لمریزکال د چنګاښ میاشتې په اوږدوکی د نشه یې توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا ۶۳ تنه د ۸ ښځو په ګډون د مسکراتو او نشه یې توکو د جرایمو د۴۲ قضیو په اړوند د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوي او عدلي او قضایي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یي توکوپرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکزته رالیږل شوی دي.

د پورتنیو نیول سوی کسانو په مینځ کې ۱۰تنه چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یې توکې (هیرویین) په خیټي،  او سفری بیک کې هندوستان هیواد یي قاچاق کړی چې دامنیتی اوکشفی ارګانو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شو.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ځانګړی څارنوالی ته استولی دي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۱۷ عرادی موټره،3عرادی موټرسایکل ، ۸۲ سیټه ګرځنده ټیلفونونه او۳ میله وسلی چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۵۵۸۳۵۱) افغانی او(۲۴۴۰) ډالره چې له قاچاقبرانو څخه مصادره شوي او د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.


له بلخوا په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۷۶ تنه د۶ تنه دولتی کارکوونکي او ۳ تنه میرمنو په ګډون د۵۱ قضیو په اړوند له  ۱ کال او۶ میاشتی نه تر۳۰ کالوپوری محکوم په سزا شوي او د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا ۹۱ تنه د ۳ دولتی کارکوونکې او ۲ میرمنو  په ګدون د۶۲ قضیو په تړاو په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم په سزا شوي.

په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۳۴ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د چنګاښ میاشتی په ترڅ کې د را رسیدلو قضیو په اړوند(۸۸۶‚۶۱)کیلوګرامه هیرویین، (۶۴)کیلوګرامه تریاک (۵۰۵‚۵۱۶)  کیلوګرامه چرس (۵۱۲‚۳۵)کیلوګرامه مت امفتامین(ښیښه) (۱۵۳۶)  لیتره الکولی مشروبات، ( ۶۲۵‚۴۴۱) کیلوګرامه جامد کیمیاوی مواد،(۱۲۵) لیتره مایع کیمیاوی مواد او (۵۳۶‚۱) کیلوګرامه روان اړوونکی ګولی کشف او ترلاسه شوي.

هغه ولایتونه چې د (چنګاښ) میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۱۷ قضیو په درلودلو او ننګرهارولایت د ۱۰ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.


دا په داسی حال کې ده چې د۱۴۰۰ کال د غبرګولی میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۶۱ قضیو په تړاو۸۲ تنه د۵ میرمنو او۱ ایرانی وګړی  په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.
د مسکراتو او نشه یې توکو پروړاندې مبارزی قانون وروستي تعدیلونو پربنسټ؛ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز د دې قانون د ۱۶او ۱۷ مې مادې په رڼا کې د هغو قضیو عدلی او قضایی چې وزن یي له یو کیلوګرام څخه ډیر هیرویین، له یو کیلوګرام څخه ډیرمورفین، له ۱۰۰ګرامه څخه ډیر نشه یې سنتیتک، له ۵۰لیترو څخه ډیر اسیتیک انهایدرایت اسید، له ۵۰ جریب څخه ډیر کښت شوی د نشه یې توکو ترکیب مواد، له ۳۰۰ لیټرو ډیر الکولي مشروبات، له ۱۰کیلوګرام څخه ډیر تریاک او له ۵۰کیلوګرام څخه ډیر چرس وي په ټول هیواد کې صلاحیت یې لری.