Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د ۱۴۰۰ لمریزکال د لمړی ربعې راپور

د ۱۴۰۰ لمریزکال د لمړی ربعې راپور


د۱۴۰۰لمریز کال د لمړی ربعې په اوږدوکې ټولټال د ۱۹۳ قضیو په تړاو۲۵۳ تنه د ۸ میرمنو او یوی ایرانی وګړی په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او له اړوند دوسیو سره یې دعدلي اوقضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږلی دي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو نیول شویو کسانو په مینځ کې ۳۰ تنه د  دری میرمنو په ګدون چې غوښتل یي د حامد کرزی له نړیوال هوایی ډګر څخه نشه یې توکې(هیرویین) په خیټي، سفری بکسونه او سګرتو کې هندوستان او دبئ هیوادونو ته یې قاچاق کړي چې دپولیسو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوی دي.

همدارنګه دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزدځانګړی څارنوالئ په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د۱۴۰۰ لمریزکال د لمړی ربعې په لړکې۵۳عرادی موټره ،۴عرادی موټرسایکلونه،۲۹۹سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه او۵میله بیلابیل وسلئ چې د مسکراتو او نشه یي توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی وو مصادره کړي او (۱۶۷۵۳۸۴) نغدی افغانئ او (۵۹۸۶) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

له بلخوا په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۳۴۳ تنه د۲۲ تنه دولتی کارکوونکي ،۱۰میرمنو اویوی ایرانی وګړی په ګډون د۲۵۱ قضیو په اړوند له  ۳ میاشتی تر۳۰کالوپوری محکوم په سزا شوي او د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا ۳۱۴ تنه د ۱۱ تنه دولتی کارکوونکو، ۳ تنه میرمنو او یوی بهرنی وګړی په ګدون د۲۳۳ قضیو په تړاو په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم په سزا شوي.

همدارنګه تیرو دریو میاشتو کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی د ابتدایی او استیناف محکمو له لوری د موثق دلایلو نه شتون له کبله ۳۶ تنه د ۱۳ دولتی کارکونکو او یوی میرمنی په ګدون بیګناه پیژندل شوی دي.

له بل لوری په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۱۳۴ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د۱۴۰۰ لمریزکال د لمړی ربعې په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات، نشه یې توکی او روان بدلونکي ګولی چې قضیی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

هیرویین (۸۱۷‚۳۸۸)کیلوګرامه
مورفین (۹۳‚۲۴۴) کیلوګرامه
تریاک  (۰۳۶‚۲۹۶۳) کیلوګرامه
چرس (۵۴‚۲۳۹۵) ګرامه
مت امفتامین (ښیښه) (۹۵۸‚۱۳۵۷) کیلوګرامه
روان اړوونکی ګولی (ک) (۸۱۸‚۱۱) کیلوګرامه
تیزاب(۱۰۷) لیتره
جامد کیمیاوی مواد (۱۳‚۴۲۰۵) کیلوګرامه
مشروبات الکولی(۸۰۶۷) لیتره
بنګدانه (۳۶۲۱۶) کیلوګرامه
مایع موادکیمیاوی (۸) لیتره
 
هغه ولایتونه چې د دلمړی ربعې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۵۳ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۴۵ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۹ کال د څلورمی ربعې په اوږدوکې ټولټال د ۳۲۸ قضیو په تړاو۴۰۳ تنه د۱۴ تنه ښځینه په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتو او نشه یې توکو پروړاندې مبارزی قانون وروستي تعدیلونو پربنسټ؛ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز د دې قانون د ۱۶او ۱۷ مې مادې په رڼا کې د هغو قضیو عدلی او قضایی چې وزن یي له یو کیلوګرام څخه ډیر هیرویین، له یو کیلوګرام څخه ډیرمورفین، له ۱۰۰ګرامه څخه ډیر نشه یې سنتیتک، له ۵۰لیترو څخه ډیر اسیتیک انهایدرایت اسید، له ۵۰ جریب څخه ډیر کښت شوی د نشه یې توکو ترکیب مواد، له ۳۰۰ لیټرو ډیر الکولي مشروبات، له ۱۰کیلوګرام څخه ډیر تریاک او له ۵۰کیلوګرام څخه ډیر چرس وي په ټول هیواد کې صلاحیت یې لری.