Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د غبرګولی میاشتې راپور

د غبرګولی میاشتې راپور

2021-06-24 CNJC-LOGO

 

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز د تدقیق، بررسی او لابراتوار لوی مدیریت، ځانګړی عمومی څارنوالئ ریاست،ابتداییه اواستیناف محاکمو راپور

د۱۴۰۰ لمریزکال د غبرګولی میاشتې په اوږدوکی د نشه یې توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا ۸۲ تنه د ۵ میرمنو اویو ایرانی وګړی په ګډون د مسکراتو او نشه یې توکو د جرایمو د۶۱ قضیو په اړوند د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوي او عدلي او قضایي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یي توکوپرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکزته رالیږل شوی دي.

د پورتنیو قضیو په مینځ کې ۶ تنه د یوی میرمنی په ګدون چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یې توکې (هیرویین) په خیټي،  او بیک کې هندوستان هیواد یي قاچاق کړی چې دامنیتی اوکشفی ارګانو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شو.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۱۹ عرادی موټره،۱ عرادی موټرسایکل ، ۸۶ سیټه ګرځنده ټیلفونونه او۴ میله وسلی چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۱۲۳۹۸۰) نغدی افغانی چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

له بلخوا په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۹۶ تنه د۶ تنه دولتی کارکوونکي او ۴ تنه میرمنو په ګډون د۶۹ قضیو په اړوند له درې میاشتو او اوو ورځو نه تر۲۶کالوپوری محکوم په سزا شوي او د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا ۸۴ تنه د ۵ دولتی کارکوونکې ، یوی میرمنی او یوی بهرنی وګړی  په ګدون د۶۶قضیو په تړاو په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم په سزا شوي.

په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۴۳ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د غبرګولی میاشتی په ترڅ کې د را رسیدلو قضیو په اړوند(۹۲۶‚۲۰۷)کیلوګرامه هیرویین، (۴,۹۳)کیلوګرامه مورفین (۹۱۴‚۸۵) کیلوګرامه تریاک (۹۶‚۵۸۷) کیلوګرامه چرس (۶۳‚۱۲۹۰)  کیلوګرامه مت امفتامین(ښیښه) (۱۹۱۶)  لیتره الکولی مشروبات (۱۰۷) لیتره تیزاب،(۸) لیتره مایع کیمیاوی مواد ،(۱۳‚۱۰۸۵) کیلوګرامه جامد مواد کیمیاوی او (۱۹۳‚۲) کیلوګرامه روان اړوونکی ګولی کشف او ترلاسه شوي.


هغه ولایتونه چې د (غبرګولی) میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

ننګرهار ولایت د ۱۳ قضیو په درلودلو او کابل –هرات ولایتونه د ۱۱-۱۱ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۴۰۰ کال د غویی میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۵۵ قضیو په تړاو۷۷ تنه د۲ میرمنو په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.
.
د مسکراتو او نشه یې توکو پروړاندې مبارزی قانون وروستي تعدیلونو پربنسټ؛ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز د دې قانون د ۱۶او ۱۷ مې مادې په رڼا کې د هغو قضیو عدلی او قضایی چې وزن یي له یو کیلوګرام څخه ډیر هیرویین، له یو کیلوګرام څخه ډیرمورفین، له ۱۰۰ګرامه څخه ډیر نشه یې سنتیتک، له ۵۰لیترو څخه ډیر اسیتیک انهایدرایت اسید، له ۵۰ جریب څخه ډیر کښت شوی د نشه یې توکو ترکیب مواد، له ۳۰۰ لیټرو ډیر الکولي مشروبات، له ۱۰کیلوګرام څخه ډیر تریاک او له ۵۰کیلوګرام څخه ډیر چرس وي په ټول هیواد کې صلاحیت یې لری.