Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د ۱۴۰۰کال د وری میاشتې راپور

د ۱۴۰۰کال د وری میاشتې راپور

2021-04-25 CNJC-LOGO

 

 

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز د تدقیق، بررسی او لابراتوار لوی مدیریت، ځانګړی عمومی څارنوالئ ریاست،ابتداییه اواستیناف محاکمو راپور

د۱۴۰۰ لمریزکال د وری میاشتې په اوږدوکی د نشه یې توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا ۹۲ تنه د یوی میرمنی په ګډون د مسکراتو او نشه یې توکو د جرایمو د۷۷ قضیو په اړوند د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوي او عدلي او قضایي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یي توکوپرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکزته رالیږل شوی دي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې ۱۲ تنه د یوی میرمنی په ګدون چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یې توکې (هیرویین) په خیټي،بیک او ولچر کې هندوستان او دبئ هیوادونوته یي قاچاق کړی چې دامنیتی اوکشفی ارګانو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شو.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۱۶ عرادی موټره،۲ عرادی موټرسایکله ،۱ میله وسلئ او ۱۱۰ سیټه ګرځنده ټیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۶۶۲۹۵۱)نغدی افغانئ او (۵۴۸۶) نغدی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

له بلخوا په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۱۷۴ تنه د۱۳ تنه دولتی کارکوونکي ،۴ تنه میرمنی  او یوه بهرنی وګړی په ګډون د۱۲۰ قضیو په اړوند له درې میاشتنې نه تر۳۰کالوپوری محکوم په سزا شوي او د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا ۱۱۰ تنه د ۵تنه دولتی کارکوونکي  په ګدون د۸۷ قضیو په تړاو په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم په سزا شوي.

په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۳۴ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د وری میاشتی په ترڅ کې د را رسیدلو قضیو په اړوند(۶۰۱‚۱۰۵) کیلوګرامه هیرویین(۲۴۰)کیلوګرامه مورفین (۸۲۲‚۲۴۴۳) کیلوګرامه تریاک (۱۹‚۱۳۵۰)کیلوګرامه چرس (۳۳۲‚۳۴) کیلوګرامه مت امفتامین(۳۶۲۱۶)کیلوګرامه بنګدانه(۵۶۴۱)  لیتره الکولی مشروبات ، کیلوګرامه بنګدانه(۷۲۵‚۱) کیلوګرامه روان اړوونکی ګولی او (۳۱۲۰)کیلوګرامه جامد کیمیاوی مواد کشف او ترلاسه شوي.

هغه ولایتونه چې د (وری) میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۲۰ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۱۹ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۹ کال دکب میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۹۶ قضیو په تړاو۱۳۲ تنه د۴میرمنو په ګدون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.