Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): کلنی راپور

کلنی راپور

 

د 1399 کال په اوږدوکې  په ټول هیواد کې په مسکراتو او نشه یی توکو په قاچاق  تورن 1179 تنه د 931 قضیو په  اړوند د پولیسو نیول شوی او عدلی  او قضایی څیړنو له پاره یاد مرکز ته رالیږل شوي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د 72ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې 99 تنه د 15 میرمنو په ګډون هغه کسان دي چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یې توکي لکه(هیرویین،چرس اوتریاک) په سفری بکسو،دولچرتیوپ،وچه میوه او سګرتو کې دبئ او هندوستان هیوادو ته یی قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوی دي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ 281عرادی موټره 24عرادی موټرسایکله،3 عرادی بایسکیله،1659 میله وسلئ او99 سیټه ګرځنده تیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (8680480) نغدی افغانئ او (7245) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

د 1399 لمریز کال په اوږدکی 1632 تنه د 140 دولتی مارموین  او34 میرمنوپه شتون د مسکراتو اونشه یې توکو په قاچاق تورن د 998 قضیو په اړوند د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی دعدلي او قضایې مرکز د ابتدایی محکمی له لوری په علنئ قضایې جلسو کې له یوه کالو یوه میاشتنې تر30 کالو پوری په حبس محکوم په سزا شوي او د یاد مرکز د استیناف محکمی لخوا 1111 تنه د ۱۷ میرمنی،105 دولتی مامورین او یو  بهرنې وګړی په ګدون د 809 قضیو په  اړوند په بیلابیلو تنفیذی حبسونو محکوم په سزا شوي.

همدارنګه  په دی موده کې د نوموړی مرکز د ابتدایی او استیناف محاکمو لخوا 132 تنه د 33 دولتی مامورین  او2 تنه زنانو په ګدون بیګناه پیژندل شوي.

له بل لوری په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د 495 قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د یادو شویو قضیو سربیره ، د مخدره توکو پروړاندې د مبارزي پولیسو ډیري نشه یې توکي،جامد او مایع کیمیاوي مواد او روان اړونکي ګولی کشف کړي چې په لاندی ډول دي:

 هیرویین (294‚1678)کیلوګرامه
مورفین (52‚180) کیلوګرامه
تریاک  (606‚6139) کیلوګرامه
چرس (756‚140324) کیلوګرامه
مت امفتامین (ښیښه) ( 584‚1271) کیلوګرامه
روان اړونکی ګولي(ک) (708‚86) کیلوګرامه
تیزاب( 004‚6555) لیتره
جامد کیمیاوی مواد (78‚10480) کیلوګرامه
مایع کیمیاوی مواد (325) لیتره
مشروبات الکولی(43‚54010) لیتره
بنګدانه (7‚124374) کیلوګرامه
خشخاش (12043) کیلوګرامه
ناپیژانده مواد (997‚23) کیلوګرامه

 هغه ولایتونه چې په 1399 لمریزکال کې د نشه یي توکو او مسکراتو ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د 249 قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د 195 قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د1399کال کې ټولټال د 1048 قضیو په تړاو1523 تنه د دیرشو میرمنو،دری بهنرنی وګړی،29تنه محصلین او زدکوونکي او 102 تنه دولتی مامورینو په ګدون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د 16 او 17 مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی 5لیتره استیک انهایدرایت،50جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی 200لیتره مسکرات،څه باندی 10کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی 50 کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.