Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د ۱۳۹۹ لمریزکال د څلورمې ربعې راپور

د ۱۳۹۹ لمریزکال د څلورمې ربعې راپور

د1399کال د څلورمې ربعې په اوږدوکې ټولټال د 328 قضیو په تړاو403 تنه د 14میرمنو په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او له اړوند دوسیو سره یې دعدلي اوقضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږلی دي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د 72 ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو نیول شویو کسانو په مینځ کې 39 تنه د  نهو میرمنو په ګدون چې غوښتل یي د حامد کرزی له نړیوال هوایی ډګر څخه نشه یې توکې(هیرویین) په خیټي، سفری بکسونه او سګرتو کې هندوستان او دبئ هیوادونو ته یې قاچاق کړي چې دپولیسو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوی دي.

همدارنګه دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزدځانګړی څارنوالئ په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د1399لمریزکال د څلورمې ربعې په لړکې104عرادی موټره ،5عرادی موټرسایکلونه،522سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه او32میله بیلابیل وسلئ چې د مسکراتو او نشه یي توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی وو مصادره کړي او (1839953) نغدی افغانئ او (2100) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

له بلخوا په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری613 تنه د44 تنه دولتی کارکوونکي او17میرمنو په ګډون د169 قضیو په اړوند له  یوه کالو یوه میاشتنې نه تر۳۰کالوپوری محکوم په سزا شوي او د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا 402 تنه د 36تنه دولتی کارکوونکو  او لس تنه میرمنو په ګدون د294 قضیو په تړاو په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم په سزا شوي.

همدارنګه تیرو دریو میاشتو کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی د ابتدایی او استیناف محکمو له لوری د موثق دلایلو نه شتون له کبله 43 تنه د 7 دولتی کارکونکو او یوی میرمنی په ګدون بیګناه پیژندل شوی دي.

له بل لوری په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د 199 قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د1399 کال د څلورمې ربعې په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات، نشه یې توکی او روان بدلونکي ګولی چې قضیی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

•    هیرویین (519‚462)کیلوګرامه
•    مورفین (14) کیلوګرامه
•    تریاک  (247‚1535) کیلوګرامه
•    چرس (67‚94740) کیلوګرامه
•    مت امفتامین (شیشه) (972‚308) کیلوګرامه
•    تابلیت های روانگردان(ک) (512‚30) کیلوګرامه
•    تیزاب(109) لیتره
•    جامد کیمیاوی مواد (5360) کیلوګرامه
•    الکولی مشروبات (98‚5720) لیتره
•    بنگدانه (6325) کیلوگرام
•    خشخاش(10000) کیلوګرامه
•    ناپیژاندی موادمخد:(226‚1) کیلوګرامه
 
هغه ولایتونه چې د څلورمې ربعې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:
کابل ولایت د 84 قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د 61 قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۸ کال د دریمې ربعې په اوږدوکې ټولټال د 235 قضیو په تړاو278 تنه د12 تنه زنانه  او یوه پاکستانی وګړی په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د 16 او 17 مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.