Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د سلواغې میاشتې راپور

د سلواغې میاشتې راپور

2021-02-21 CNJC-LOGO

 

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز د تدقیق، بررسی او لابراتوار لوی مدیریت، ځانګړی عمومی څارنوالئ ریاست،ابتداییه اواستیناف محاکمو راپور


د۱۳۹۹ لمریزکال د سلواغې میاشتې په اوږدوکی د نشه یې توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا ۱۵۲ تنه د دریو میرمنو په ګډون د مسکراتو او نشه یې توکو د جرایمو د۱۳۶ قضیو په اړوند د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوي او عدلي او قضایي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یي توکوپرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکزته رالیږل شوی دي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې ۸ تنه چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه په سګرټ او وچې میوې کې نشه یې توکې (هیرویین او چرس) هندوستان او دوبی هیوادونوته یي قاچاق کړی چې دامنیتی اوکشفی ارګانو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شو.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۳۸ عرادی موټره،۲ عرادی موټرسایکله،۵ میله وسلئ او ۱۷۷ سیټه ګرځنده ټیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۶۶۱۱۸۸)نغدی افغانئ او (۷۰۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

له بلخوا په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۲۰۵ تنه د۱۰ تنه دولتی کارکوونکي او۶ میرمنو په ګډون د۱۰۰ قضیو په اړوند له یوه کالو یوه میاشتنې نه تر۳۰کالوپوری محکوم په سزا شوي او د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا ۱۱۸ تنه د ۱۰تنه دولتی کارکوونکي  او ۲ تنه میرمنو په ګدون د۸۸ قضیو په تړاو په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم په سزا شوي.

په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۶۰ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د سلواغې میاشتی په ترڅ کې د را رسیدلو قضیو په اړوند(۹۸۳‚۲۷۴) کیلوګرامه هیرویین (۶۳۳‚۱۰۱۴) کیلوګرامه تریاک (۲۹۵‚۲۶۹۵۳)کیلوګرامه چرس (۹۱۹‚۱۹۶) کیلوګرامه مت امفتامین(۵‚۲۰۵۹)کیلوګرامه بنګدانه(۵‚۳۹۰۴) لیتره الکولی مشروبات (۵‚۱۵) لیتره تیزاب(۵۳۷‚۳) کیلوګرامه روان اړوونکی ګولی او (۵۳۵۵)کیلوګرامه جامد کیمیاوی مواد کشف او ترلاسه شوي.

هغه ولایتونه چې د (سلواغې) میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

ننګرهار ولایت د ۲۹ قضیو په درلودلو او کابل ولایت د ۲۵ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۹ کال دمرغومې میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۹۶ قضیو په تړاو۱۱۹ تنه د۷ میرمنو په ګدون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.