د محاکمو د حکم پربنسټ د قاچاق وړونکو ۱۹۶۷ سیټه بیلابیل ګرځنده تلیفونونه مصادره او د مرغومی په ۲۰ مه نیټه کابل ګمرک ریاست ته وسپارل شو.
ضبط شوي تلیفونونه د نشه یي توکو او مسکراتو قضیو پورې اړوند دي چې د ۱۳۹۶،۱۳۹۷،۱۳۹۸ او د ۱۳۹۹ لمریز کال د لینډی میاشتی په اوږدوکی د هیواد امنیتی او کشفی ارګانو لخوا د نشه یي توکو او مسکراتو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته استول شوي وو.
ټولټال ضبط شوي تلیفونو څخه ۱۳۱ سیټه د ۱۳۹۶-۱۳۹۷ کالو، ۱۴۵۲ سیټه د ۱۳۹۸کال او ۳۸۴ سیټه د ۱۳۹۹ لمریز کال قضیو پورې تړاو لري.
د نشه یي توکو او مسکراتو پرضد د مبارزی قانون د ۳۲ مادې پربنسټ ((د نشه یي توکو او مسکراتو هغه وسایل او توکي چې د هغو په چمتو کولو، تولید، کاریدل کې او نور منقولو او غیر منقول شتمني چې د نشه یي توکو او مسکراتو کې کارول کیږي یا د هغو څخه ترلاسه شوي وي او یا چمتو شوی وي، مصادره کیږي.))
ضبط شوي تلیفونونو د سپارلو پرمهال، د کابل ګمرک د ضبطی مدیر احسان الله د نشه یي توکو او مسکراتو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز د چارواکو نه ستړي کیدونکي کار څخه مننه وکړه.
هغه دا هم وویل چې د کابل ګمرک تل د نشه یي توکو او مسکراتو پروړاندې د مبارزی عدلی او قضایی مرکز سره همکاري کړې.
په عین وخت کې د نشه یي توکو او مسکراتو پروړاندې د مبارزی عدلی او قضایی مرکز د عمومی څارنوالی ریاست د 1398 لمریز کال په جریان کې ۱۵۲۹ سیټه له قاچاقبررانو څخه تلیفونونه یي چي ۱۳۹۵-۱۳۹۶-۱۳۹۷ و۱۳۹۸ کلونو کې کشف او ضبط شوی وو د محاکمو د وروستۍ پریکړې نه وروسته کابل ګمرک ته سپارلی.