General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د ماشوم په مخکې نشه کول د هفه له راتلوونکي سره لوبې دي

د ماشوم په مخکې نشه کول د هفه له راتلوونکي سره لوبې دي

2020-12-28 CNJC Photo

 

یو شمر د نظر خاوندان وایي چې د ماشوم ذهن د سپین کاغذ په څېر وي ، وروسته بیا هر څه لیکل پرې غواړی ، نو د هغه لکل شوی مطلب  په ذهن کې پاتې کیږي.

که چېرې پلرونه او یا میندې غواړي، چې د خپلو ماشومانو په ذهنونو کې یې سم کارونه او ښې لارښوونی ولیکل او پاتې شي، نو د نورو ډیرو ښو کارونو ترڅنګ یې باید دا هم په ذهن کې زیاته شي، چې هر ډول نشه کول ددوی روښانه راتلوونکی تیاره کوي او ژوند یې له حتمي خطر سره مخ کیږي.

مخکي له دې چې ترڅو ماشوم د تنکئ ځوانۍ عمر ته رسیږي، بیا هغه د ښو او بدو کارونو په ارزښت پوهیږي، نوغوره او لازمي دا ده چې باید پلار او میندې یې خپل او لادونه د نشه یي توکو د کارونې په روغتیایي، اسلامي، مالي، اخروي، او رواني زیانونو وپوهوي او دنشه یي توکو ټول زیانونه یو په بل پسې ورته په ګوته کړي، او ددي ترڅنګ دې دا هم په پام کی ونیسي ، چې هیڅکله پلار او مور د خپلو ماشومانو پر وړاندې نشه نه کوي ، ځکه اوسنیو څېړنو ښودلې، چې ډیری ماشومان او تنکي ځوانان د هغو پلرونو د نشه په اساس په نشه یي توکو روږدي شوي ، چې د خپلو ماشومانو پروړاندي یې کاروي.

ماشومان او ځوانان فکر کوي، چې دغه اند بیا ددوی په ذهن کې دا خبره ګرځي، لکه چې نشه ښه کار دی ، ځکه چې زما پلار یې کوي، نو باید زه دغه کار وکړم، چی بلاخره د شرایطو له مساعد کیدو سره بیا ماشوم یا ځوان په دې خاطر مخه کوي، چې پلار یې هم کوي، خو کله چې پلار یې پرې خبر شي، او ورته ووایي چې نشه مه نو ماشوم یا ځوان ژر خپل پلار ته ځواب ورکوي، چې دومره بد کار دی نو بیا ته ولې پرې روږدی یې، چې په دې حالت کې یې پلار په سمه او قناعت بخشه توګه خپل زوی ته ځواب نشي ورکولی او بیا پر دې مهال پلار هم پوهیږي ، چې په رښتیا هم چې ده په خپله هم سم کار نه دی کړی او بیا په دې وخت کې پلار د ماشوم تر څنګ په خپله هم په نشه تر بل هر وخت زیات خفه کیږي او ان کېدای شي د پرېښودو هوډ یې وکړي.

اوسسړی ښه پوهیدای شي، چې د پلرونو نشه روږدي کېدل د نورو ډول ډول زیانونو ترڅنک زیات زیان یې خپل تنکي ماشوم ته رسیږي او بیا پلار یې د خپل ځان ترڅنک دغه ماشوم ته هم ځوريږي.

هفه پلرونه چې په نشه اخته وي ، دوی دې ډیره هڅه وکړي، چې هیڅکله هم د خپل ماشوم پروړاندې نشه ونکړي ، ځکه چې ماشوم یې بیا له کوم فکر کولو پرته ښه کار بولی. پلرونه مسوولیت لري چې اولادونه هم له هغې نشیې چې دی په خپله پرې اخته ده او هم د خپل چاپیریال له نشه یانون څخه په خوندي توګه وساتي او مخکې له دې چې نشې ته مخه کړي، باید نشې په ټولو زیانونو یې وپوهوي او دغه ناوړه عمل او ددغه عمل په بدو عواقیبو یې خبر کړي، چې په دې حالت کې به بیا ماشوم هم دغه ناوړه او انسان تباه کوونکي عمل ته مخه نکړي.