Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ځوانان او نشه یي توکي

ځوانان او نشه یي توکي

2020-12-27 addicted 1.jpg

 

څرنگه چې په نړی کې ټول اجتماعي او ساینسي پر مختگونه د انساني پوهې او زیار نتیجه گنل کیږي او د هر هېواد پرمختګ او تدقي د هماغې ټولنې د وګړیو او ځوانانو په ښې روزنې او تربیې پورې تړلې ده، په هره کورنی کې ماشوم د بل څراغ په څېر دی، چې د کورنی نور غړی ترې لکه د پتنګانو غوندې راتاوېږې او نازوي یې‎.

همداسې ماشوم د سبا پلار، رهبر ، پوه او د لوړ شخصیت خاوند ټولنې ته جوړېدای شی.

هوې! د ماشوم تربیه او روزنه خورا مشکل کار دی، کله چې یو ماشوم د مور له غېږې څخه اجتماع او ښوونځي محیط کې قدم ږدي، روزنه یې لکه د لمدې لښتې په څیر وۍ.
که ښه وروزل شی، د سبا ورځې ستر انسان جوړېږی او که په روزنه کی یی بی غوری وشی ، د سبا ورځې لپاره ټولنې ته سخت خطر پېښولی شي.

دری لسیزی مخکی زموږ ځوانان له خپل هېواد څخه اواره شول او د نړی ګوټ ګوټ کی یی ژوند اختیار کړ . د پردیو کولتور لاندی راغلل، خّپل فرهنگ او کولتور تری پاتی شو، د خپل هېواد سالمی روزنی څخه بی برخی پاتی شول ، د ژوند له سختو مشکلاتو سره لاس او گرېوان شول، څه خو جنگ وخوړل او څه د بی وسی او ناداری په کړاو اخته شول.

همدغه شان ‌ډېری ځوانان په نشه یی توکو روږدی شول، چی دا ټول د بی وطنی ، بی کاری او بی غوری نتیجه ده . دا چی په تېرو دېرشو کالو کی د ښې روزنی او تعلیم او تربیی ځای جنګ جګړی ونیو او د ډز نسل رامنځته شو. ددغه وخت ځوانان یواځی مرګ ژوبله او ورور وژنه پېژنی، خالی د ټوپک او کارتوسو متخصصین دی. زموږ ملک او زموږ ټولنه به یو ځل بیا نورو دېرشو کلونو کی ځوانان روزی، ترڅو خپلی ټولنی ته مسکلی کسان وړاندی کړی.

افغانستان کی پخوا ترورېزم او مخدره مواد هډو چا پېژندل هم نه، د هېواد په ښارونو او کلیو کې خلکو په دېرو او حجرو کی چیلم څکاوه او زیاتو کسانو به نسوار هم اچول.
دا چی پرمختللی نړی هېوادونو کی د نورو شیانو په څنګ کی نشه یی توکیو هم ګړندی وده وګړه ، د بېلو بېلو نشه یی موادو کار خانی جوړی شوی او ددغو سرمایه داری هېوادونو د خپل بزنس د تقوی په خاطر نشه یی توکی نورو هېوادونو ته ولېږدول، چی په دغه لړ کی زموږ فقیر او غریب ملک یی هم پکی اخته کړو. د هېواد مرکز او ولایتونو ته یی د ځوانانو د بی لاری کولو او په نشه یی موادو راوړل پسی په پوره اندازه زیات کړل،چی بالاخره زموږ ټول هېواد یی د مخدره موادو په مرکز واړاوه.

ره دلته یواځی د مخدره موادو استعمال او د هغو ضرورونه د خپل هېواد ګران نسل ته په تېره بیا تنکیو ځوانانو ته ، چی د نشه یی موادو په استعمال روږدی نه شی ، بیان کوم.

دینی زیان
صحی زیان
اجتماعی زیان
اقتصادی زیان
سیاسی زیان
امنیتی زیان
روانی او اروایی زیان او نور

پورتنی ټول زیانونه د مخدره او نشه یی توکو د استعمال په ذریعه انسان ته رسېږی. ددغو شیانو استعمال ځوانانو نه روغتیا، انسانیت، اداب، زکاوت ، رړورتیا، پوهه، کار او زحمت ، تعلیم او تربیه اخلی او ډېری ځوانان د مرګ او خطر کندو ته غورزول لکه څنګه چی د طب په علم کی ثابت شوی دی، چی د مخدره موادو استعمال په اعصابو کی التهاب پیدا کوی او انسان د سترگو په ړندېدو اخته کېږی، نو زه لازم ګڼم چی ځوانانو ته دا پېغام وړاندی کړم، چی تاسی د هېواد ځوانان د سبا ورځی د خپل وطن ملی سرمایه یاست. د وطن ټولی ماتی ګوډی ستاسو په لور درګوری، ترڅو په راتلونکی کی د وطن او خپلی ټولنی لپاره په پوره امانت داری سره د خدمت مصدر وګرځی. چی تېرو جګړو او ناخوالو کی ستاسی تعلیم او تربیه او څنګه چی ښایی هغسی روزنه مو نه ده شوی، د علم او معارف نه بېرته پاتی شوی یاست او په تېره بیا ډېری ځوانانو په دغه ناروا او نادودو کی خپل پلرونه له لاسه ورکړی، ځینو پکی هر څه له لاسه ور کړی او چا نه د خپل بدن هډونه پری شوی. ستاسو ژړا او فریاد ټولی نړی اورېدلی دی او لا تراوسه هم دغه لړی روانه ده . سره له دغو ټولو ربړونو او ستونزو، حالاتو تاسی هوښیار کړی یاست ، هیله من یم چی ټول ځوانان مټی راونغاړی او خپل ځانونه اومړی په علم او معرفت ښکلی کړی او بیا د ګران هېواد په خدمت او ابادېدو کی پوره ونډه واخلی.

د ځوان نسل د ښی روزنی په هیله!