Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د لیندئ میاشتې راپور

د لیندئ میاشتې راپور

2020-12-23 CNJC-LOGO

 

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز د تدقیق، بررسی او لابراتوار لوی مدیریت، ځانګړی عمومی څارنوالئ ریاست،ابتداییه اواستیناف محاکمو راپور

د۱۳۹۹ لمریزکال د لیندئ میاشتې په اوږدوکی د نشه یې توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو د جرایمو د۸۸ قضیو په اړوند ۹۲ تنه د دوو میرمنو او یوه پاکستانی وګړی په ګډون د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوي او عدلي او قضایي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یي توکوپرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکزته رالیږل شوی دي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې ۱۵ تنه د یوی میرمنی په ګدون چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یې توکې (هیرویین) هندوستان هیواد ته یي قاچاق کړی چې دامنیتی اوکشفی ارګانو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شو.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۲۳ عرادی موټره،یوه عرادی موټرسایکله،۹ میله وسلئ او ۱۹۹ سیټه ګرځنده ټیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۸۲۲۲۶۳) نغدی افغانئ او (۱۰۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

له بلخوا په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۱۴۸ تنه د۱۸ تنه دولتی کارکوونکي او۶  میرمنو په ګډون د۱۰۱ قضیو په اړوند له یو کالو دری میاشتو نه تر تر۳۰کالوپوری محکوم په سزا شوي او د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا ۱۲۱ تنه د ۱۶تنه دولتی کارکوونکو  او دری تنه میرمنو په ګدون د۹۶ قضیو په تړاو په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم په سزا شوي.
په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۲۱ قضیو فیصلی بشپړی شوي.
د لیندی میاشتی په ترڅ کې د را رسیدلو قضیو په اړوند(۱۱۲,۵۰۱)کیلوګرامه هیرویین (۲۹۷,۸۵۵) کیلوګرامه تریاک (۳۲۹۲۳,۵۲)کیلوګرامه چرس (۶۲,۶۹۷)کیلوګرامه مت امفتامین(۱۲۳۵)کیلوګرامه بنګدانه(۳۵۵۹۵,۵) لیتره الکولی مشروبات(۱۸۲) کیلوګرامه جامد کیمیاوی مواد(۸,۵) لیتره تیزاب(  ۷,۰۸۴ ) کیلوګرامه روان اړوونکی ګولی (۱۷۸ ) کیلوګرامه خشخاش او(۱,۹۶)کیلوګرامه ناپیژاندی مواد کشف او ترلاسه شوي.
هغه ولایتونه چې د (لیندی) میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۲۹ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۱۷ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۷۴ قضیو په تړاو۸۸ تنه د شپږو میرمنو په ګدون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.