Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د ۱۳۹۹ لمریزکال د دریمې ربعې راپور

د ۱۳۹۹ لمریزکال د دریمې ربعې راپور

 

د۱۳۹۹ کال د دریمې ربعې په اوږدوکې ټولټال د ۲۳۵ قضیو په تړاو۲۷۸ تنه د ۱۲میرمنو او یوه پاکستانی وګړی په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او له اړوند دوسیو سره یې دعدلي اوقضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږلی دي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو نیول شویو کسانو په مینځ کې ۴۷ تنه د  څلورو میرمنو په ګدون چې غوښتل یي د حامد کرزی له نړیوال هوایی ډګر څخه نشه یې توکې(هیرویین) په خیټي او سفری بکسونو کې هندوستان هیواد ته یې قاچاق کړي چې دپولیسو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوی دي.

همدارنګه دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزدځانګړی څارنوالئ په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د۱۳۹۹لمریزکال د دریمې ربعې په لړکې۶۰عرادی موټره ،۹عرادی موټرسایکلونه،۵۰۴سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه او۱۲میله بیلابیل وسلئ چې د مسکراتو او نشه یي توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی وو مصادره کړي او (۱۰۸۵۴۲۴) نغدی افغانئ او (۲۵۶) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

له بلخوا په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری460 تنه د62 تنه دولتی کارکوونکي او11میرمنو په ګډون د322 قضیو په اړوند له  دری میاشتو نه تر۳۰کالوپوری محکوم په سزا شوي او د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا ۳۹۳ تنه د ۳۹تنه دولتی کارکوونکو  او ۴ تنه میرمنو په ګدون د۲۹۵ قضیو په تړاو په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم په سزا شوي.

همدارنګه تیرو دریو میاشتو کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی د ابتدایی او استیناف محکمو له لوری د موثق دلایلو نه شتون له کبله 58 تنه د ۱۷ دولتی کارکونکو او یوی میرمنی په ګدون بیګناه پیژندل شوی دي.

له بل لوری په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۱۲۶ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د۱۳۹۹ کال د دریمې ربعې په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات، نشه یې توکی او روان بدلونکي ګولی چې قضیی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

هیرویین (۴۶۲,۵۳۱)کیلوګرامه
مورفین (۲۲,۲۸) کیلوګرامه
تریاک  (۵۵۸,۱۶۷) کیلوګرامه
چرس (۳۳۵۴۰) کیلوګرامه
مت امتامین (شیشه) ( ۱۹۷,۵۸۲) کیلوګرامه
تابلیت (ک) (۷,۷۸) کیلوګرامه
تیزاب( ۲۳۵,۸) لیتره
جامد مواد کیمیاوی (۲۲۲) کیلوګرامه
الکولی مشروبات (۳۶۵۵۸,۲۵) لیتره
بنګدانه (۱۳۶۵) کیلوګرامه
خشخاش(۱۴۳۳) کیلوګرامه
نا پیژاندی موادمخد (۱۳,۷۴۸) کیلوګرامه
مایع مواد کیمیاوی (۳۲۵) لیتره
 
هغه ولایتونه چې د دریمې ربعې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۸۸ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۳۸ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۸ کال د دوهمې ربعې په اوږدوکې ټولټال د ۲۵۹ قضیو په تړاو۳۵۲ تنه د۶ تنه زنانو په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.