General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د مفسدینو، قاچاقبرانو او زورواکو پر ځپلو د کورنیو چارو د وزیر ټینګار

د مفسدینو، قاچاقبرانو او زورواکو پر ځپلو د کورنیو چارو د وزیر ټینګار

2020-12-21 CNJC Photo

 

د کورنیو چارو وزارت د سوق او ادارې په مرکز کې د کورنیو چارو د وزیر محمدمسعود اندرابي په مشرۍ د ۳۴ ولایتونو د امنیه قوماندانانو او مرکزي قطعو سره ویډیو کنفرانس غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د ولایتونو امنیه قوماندانانو د امنیتي، لوژېستیکي او همداراز د امنیتي میثاق د تطبیق په برخو کې د ترسره شویو چارو او شته ننګونو راپورونه د کورنیو چارو وزیر ته وړاندې کړل.

محمدمسعود اندرابي د راپورونو او ننګونو تر اورېدو وروسته د امنیتي میثاق پر تطبیق او همدارنګه د خدمتي پولیسو منسوبینو پر ټولولو، د پولیسو منسوبینو د معاشاتو د ورکړې لړۍ په چټکېدو او په مرکز او ولایتونو کې د تورنو کسانو پر نیولو هم ټینګار وکړ.

د کورنیو چارو وزیر په یاده غونډه کې وویل، چې امنیتي میثاق یو مناسب فرصت دی څو ښاریان د قانون د تنفیذ او د امنیت د ټینګښت په برخو کې په مستقیمه توګه دخیل شي.

د کورنیو چارو وزیر همدارنګه ټینګار وکړ چې د ولایتونو امنیه قوماندانۍ باید د څارنوالۍ د قرار د تعقیب او تطبیق په برخو کې هم خپلې چارې ګړندۍ کړي او د هر زورواکي او قانون ماتوونکي پر وړاندې جدي قانوني چلند ترسره کړي.