General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): هرهغه شی چی انسان له عادی حالت نه اوباسی هغه حرام دی

هرهغه شی چی انسان له عادی حالت نه اوباسی هغه حرام دی

2020-12-06 CNJC Photo

 

داسلام دمقدس دین لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دمسکراتو اومخدره توکو په هکله ویلی دی چی هرهغه شی چی انسان له عادی حالت څخه اوباسی هغه حرام اودانسان په زیان دی .

بی له شکه دمسکراتو اومخدره توکو استعمالول حرام دی ،حال داچی هغه تریاک وی یاهرویین وی اویانورمسکرات وی ځکه داټول هغه شیان دی چی دانسان عقل له منځه وړی اوباعث دنورواضراروهم کیږی.

دینی علماوو هم په دی موضوع  توافق نظر لری چی دمخدره توکو استعمالول لکه دشرابو استعمالول دی ځکه چی شراب اومخدره توکو دواړه دانسان عقل ته زیان رسوی اوباعث د ډیروستونزی کیږی.

 مولوی حسیب دکابل ښار دیومسجد ملا امام  هم دنشه یی توکو اومسکراتو په هکله دقرآن کریم اونبوی احادیثو په رڼا کی (آګاهی مجلی ) ته خپل نظر داسی وړاندی کړل.
دغه دینی عالم زیاتوی چی هرهغه څوک چی مخدره توکی استعمالوی لکه هغه کس دی چی شراب څکی او دشراب خوار کس لمونځ ترسلویښت ورځو دالله (ج) په دربار کی نه قبلیږی ځکه داخبره نبی کریم صلی الله علیه وسلم کړی ده.

هغه وایی چی رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی چی شراب دنورو خبایثو مور ده ، نو هرڅوک چی شراب څکی دهغه لمونځ تر سلویښت ورځی پوری دالله په حضور نه قبلیږی او که دغه سړی په دی حالت کی مړ سی چی په ګیډه کی شراب وی هغه دجاهلیت په مرګ مړ دی.

ددی په خبره ، دغه حدیث په دی معنی نه دی چی هغه کس چی شراب څکی لمونځ نه کوی بلکه لمونځ پر هغه فرض دی یوازی دشراب څکلو له وجی داجر اوثواب نه محروم کیږی او داچی ددغه عمل نه توبه وکړی.

نوموړی زیاتوی چی ، هرهغه شی چی داسلام په مقدس دین کی حرام ګرځول شوی ده دانسان په خیر کی دی ځګه په اوسنی وخت کی چی ساینس پرمختګ کړی ده ټول ساینسی اوطبی متخصصین په اتفاق سره منی چی الکولی مشروبات اومخدره توکو استعمالول انسان ته ډیر ضرر لری اوحتی  اوس په اروپایی هیوادونو کی،  کله چی یوموټرچلونکی  دموټرچلولو په جریان کی الکول استعمال کړی وی هغه کس جریمه کیږی ځکه چی خطرایجادوی.

دغه دینی عالم زیاتوی چی داسلام مقدس دین برخلاف دنورو ادیانو داسی یو دین دی چی دبشر دژوند په مختلفو برخو کی برنامی لری حتی دخوراک اوڅښاک په هکله برنامی لری لکه څنګه چی ویل شوی ده هرهغه شیان چی ناپاک اومضر دی اودانسان وجود ته زیان رسوی اوعقل له منځه وړی داټول داسلام له نظره حرام ګڼل شوی دی. اوبرعکس پاک اولذیذ شیان چی دانسان عقل او وجود ته زیان نه لری بلکه مفاد یی ډیر دی انسان لپاره حلال ګرځول شویده.

ددی په خبره، ډیری علماؤ وایی چی هرهغه خوراکی شیان چی څښتن تعالی انسان لپاره حلال کړی ده هغه شیان پاک شیان هم دی چی دانسان وجود او دین ته فایده رسوی او برخلاف هغه شیان چی حرام ګرځول شوی دی دانسان وجود اودین ته زیان رسوی نو مسلمان ته لازمه ده چی دپاکو اوحلالو شیانونه ګټه پورته کړی اودناپاکواوحرام شیانونه ځان وساتی.

دغه دینی عالم وایی چی بی له شکه دهرډول مخدره توکو استعمالول په اسلام کی حرام دی او په دوه عمده دلیلونو:
یو داچی دالکولی مشروباتو اومخدره توکو استعمالول دانسان لپاره مالی اوځانی زیان لری اودا په داسی حال کی ده چی څښتن تعالی په قرآن کریم کی فرمایلی دی. ترجمه:( ځان په خپل لاس مه وژنی) اودوهم داچی داسلام ګران پیغمبرحضرت محمد صلی الله علیه وسلم وایی چی نه ځانته ضرر ورسوی او نه هم نورو ته ضرور ورسوی.

له کوم ځایه چی دمخدره توکو استعمال حرام دی بی له شکه دهغه اخیستل اوپلورل هم حرام دی ځکه چی دمخدره توکو پلورل دګناه د رواجولو باعث کیږی اوله بلی خواه موجب دفساد اخلاقی اودټولنی سلامت ته ګواښ پیښوی.

مونږ او ستاسو چی ټول مسلمانان یو اوپه یو اسلامی هیواد کی ژوند کوو ،نولازمه  ده چی دهغه شیانونه چی الله(ج) اونبی کریم صلی الله علیه وسلم منع کړی یو ځان وساتو اوپه عین حال کی  هغه کسانو ته چی دالله (ج) او رسول کریم صلی الله علیه وسلم له احکامو څخه پوهاوی نلری مرسته وکړو ترڅو چی هغوی هم له مسکراتو اومخدره توکو نه ځان وساتی.