General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ۲۴۷ تنه قاچاقبران تر ۳۰ کالو حبس محکوم په سزا شول

۲۴۷ تنه قاچاقبران تر ۳۰ کالو حبس محکوم په سزا شول

2020-11-24 CNJC Photo

 د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم میاشتی په لړ کې د ابتدایی او استیناف محاکمو له لوري۲۴۷ تنه د ۱۷۷ قضیو په اړوند له ۵ کالو نه تر۳۰ کالو حبس محکوم په سزا شوي .

د تورنو په منځ کې ۳۳ تنه دولتی مامورین  او دری میرمنئ شتون لري.

د پورنیو قضیو په اړوند د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ (۲۰۴۷۶۱) نغدی افغانئ او (۵۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۶۷ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

په یاد شوی موده کې د ابتدایی او استیناف محاکمو لخوا د الزام دلایلو نه شتون له کبله ۱۹ تنه د څلورو دولتی کسانو په ګدون بی ګناه پیژندل شوي.

د۱۳۹۹ لمریزکال د لړم میاشتې په اوږدوکی د نشه یې توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو د جرایمو د۷۴ قضیو په اړوند ۸۸ تنه د شپږو میرمنو په ګډون د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوي او عدلي او قضایي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یي توکوپرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکزته رالیږل شوی دي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې ۱۶ تنه د یوی میرمنی په ګدون چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یې توکې (هیرویین) هندوستان هیواد ته یي قاچاق کړی چې دامنیتی اوکشفی ارګانو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شو.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د لړم میاشتی په ترڅ کې د را رسیدلو قضیو په اړوند(۱۳۶,۷۴۲)کیلوګرامه هیرویین (۱۹)کیلوګرامه مورفین (۱۱۸,۴۵۲) کیلوګرامه تریاک (۳۱۰,۴۸۱)کیلوګرامه چرس (۹۷,۴۵۴)کیلوګرامه مت امفتامین(۲۶۰)کیلوګرامه بنګدانه(۱۰) لیتره الکولی مشروبات(۲۵) لیتره مایع کیمیاوی مواد(۱۱۰) لیتره تیزاب او(۲,۷۶۵)کیلوګرامه ناپیژاندی مواد کشف او ترلاسه شوي.

هغه ولایتونه چې د (لړم) میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:
کابل ولایت د ۳۰ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۱۳ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۹ کال د تله میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۷۳ قضیو په تړاو۹۸ تنه د څلورو میرمنو په ګدون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.