تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی…

ادامه

د لړم میاشتی راپور

2020-11-24 CNJC-LOGO

 

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز د تدقیق، بررسی او لابراتوار لوی مدیریت، ځانګړی عمومی څارنوالئ ریاست،ابتداییه اواستیناف محاکمو راپور

د۱۳۹۹ لمریزکال د لړم میاشتې په اوږدوکی د نشه یې توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو د جرایمو د۷۴ قضیو په اړوند ۸۸ تنه د شپږو میرمنو په ګډون د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوي او عدلي او قضایي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یي توکوپرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکزته رالیږل شوی دي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې ۱۶ تنه د یوی میرمنی په ګدون چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یې توکې (هیرویین) هندوستان هیواد ته یي قاچاق کړی چې دامنیتی اوکشفی ارګانو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شو.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۱۷ عرادی موټره،۴ عرادی موټرسایکلونه،۳ میله وسلئ او ۱۳۷ سیټه ګرځنده ټیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۲۰۴۷۶۱) نغدی افغانئ او (۵۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د لړم میاشتی په لړ کې د ابتداییه محکمی له لوری۱۲۴ تنه د ۱۶ دولتی مامورینو او ۲ میرمنو په ګدون د ۹۱ قضیو په اړوند له ۵ کالو نه تر۳۰ کالو حبس محکوم په سزا شوي  او  د اسیناف محکمی لخوا۱۴۹ تنه د شپږو دولتی مامورینو  او یوه بهرنې وګړی  په ګدون د ۱۱۳ قضیو په اړوند تنفیذی فیصلی صادری شوی دي.

په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۶۷ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د لړم میاشتی په ترڅ کې د را رسیدلو قضیو په اړوند(۱۳۶,۷۴۲)کیلوګرامه هیرویین (۱۹)کیلوګرامه مورفین (۱۱۸,۴۵۲) کیلوګرامه تریاک (۳۱۰,۴۸۱)کیلوګرامه چرس (۹۷,۴۵۴)کیلوګرامه مت امفتامین(۲۶۰)کیلوګرامه بنګدانه(۱۰) لیتره الکولی مشروبات(۲۵) لیتره مایع کیمیاوی مواد(۱۱۰) لیتره تیزاب او(۲,۷۶۵)کیلوګرامه ناپیژاندی مواد کشف او ترلاسه شوي.

هغه ولایتونه چې د (لړم) میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:
کابل ولایت د ۳۰ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۱۳ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۹ کال د تله میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۷۳ قضیو په تړاو۹۸ تنه د څلورو میرمنو په ګدون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.