Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): مخدرتوکي کله هم مه کاروئ

مخدرتوکي کله هم مه کاروئ

2020-11-22 CNJC Photo

 

نه پوهیږم چې په لومړي ځل به مخدره اونشه توکي چا کارولي وي، خو که هرچا کارولي بشریت ته یی یو بد او ډیرناولی میراث پرې ایښی ، په انسانی ټولنه کې اوهم زموږ په ټولنه کې وینو چې یوزیات شمیر خلک دبیلابیلو عواملو له کبله په نشه یی او مخدره توکو روږدي دي او که په سلنه یی شمیره ونیسو نو دبالغو کسانو نږدې دیرش په سلو کې خلک په اټکلیزډول په دُخانیاتو او نشوروږدي دي ، په غربي او غیر اسلامي ټولنو کې خو دشرابو اعتیاد بیخی زیات دی او کیدای شي ۹۰ په سلو کې یی خلک وکاروي.

خو هم په اسلامی او هم په انسانی فرهنګ کې دمخدره او نشه یی توکو کارول ناسم بلل شوي او پوه اوعاقل کسان یې نه تاییدوي.

 داعتیاد بدمرغي ددغو لیکنو په وخت کې زما په هیواد افغانستان کې بیخي ډیره شوې دهغو سروې ګانو له مخې چې په همدې شپو ورځو کې دنړیوالو مؤسسو له لوری ترسره شوي دافغانستان نږدې درې میلونه خلک نشه یې  توکي کاروي او نږدې شپاړس لکه خلک  پرې روږدي شوي دي چې په دې شمیرو کې دسګرتو ، نصوارو چلم اونورو توکو کارول نه راځی که نه شمیره خو ډیره زیاته ده یواځې دمخدره توکو لکه تریاک، هیرویین او چرسو کارونکو شميره درې میلونه ده چې نږدې دهیواد لس په سلو کې نفوس څرګندوي او د هیواد دپنځه په سلو کې نورنفوس چې په نشو روږدی دی افغانانو ته یو غټ دسر درد جوړ دی او لا نور به هم جوړ شي.

دنشه یی توکو کارول د سالم، پوه په خپل هدف باندې دمین او دبریو دغوښتونکي انسان کار نه وي په دې توکو رټل شوي، مایوسه، کبرجن، ناپوهه  بې هدفه او لنډه داچې ناکامه کس اخته کیږي .

پوهان وایی چې هیڅوک باید که یوځل هم وي مخدره توکي او دُخانیات ونه کاروي ځکه پیل یی همدا وي باید هیڅکله یی پیل نه کړئ څوچې پرې اخته نشئ.

که څوک ووایی چې زه به یې یواځې یوځلې وازمایم، همدا یو ځل چې څه ډول خوند یې دی باید تجربه یی کړم نوهمدغه دبدمرغۍ پیل دی.

زیار وباسئ چې دغه توکي حتی وهم نه ازمایی که یو ځل هم وي! او تل په یاد ولرئ چې کله هم حتی دیوځل لپاره دُخانیات او نشه یی توکي ونه کاروئ.
داهم څرګنده ده چې دنشه یی توکو په زیانونو نږدې ټول خلک پوهیږي، او داوسنیو رسنیو په مټ به هیڅوک په نړۍ کې نه وي چې ددغو توکو په زیان نه وي خبر خو بیاهم زه حیران یم چې ولې خلک هغه کاروي !؟

له دې څرګندیږي چې دنشه یی توکو کارونکي، مایوسه، ناهیلي، ناکامه، بدمرغه، ناپوهه او لنډه داچې دځان دښمن کسان وي که نه هیڅ پوه او هیله من او ریښتنی مؤمن به په دغه ناوړه عمل ځان روږدی نه کړي.

راځئ که غواړئ بریالي واوسئ، که غواړئ ګټور ژوند ولرئ که غواړئ دخلکو او خالق له لوري دتایید وړ وګرځئ او که غواړي چې د ښې روغتیا او ښه نوم څښتن واوسئ، کله هم مخدره توکي مه کاروئ، او که چیرې دهمدې لیکنو داوریدو او یا هم لوستو په وخت کې مخکې له مخکې روږدي او عادت  یاست  یا لاهم روږدي شوي  نه یاست  او هسې شوقي یی کاروې، ټینګ تصمیم ونیسئ او داعمل نور پریږدئ .

 باوروکړئ چې دا توان په تاسو هریوه کې شته او داکیدی هم شي او دخپل بریالیتوب اساسي  پړاوهم له همدې ځایه پیل کړئ او د نشه یی توکو اومخدراتو کارول پرېږدئ .
 باور وکړئ چې ټینګ هوډ هرډول ناوړه عمل له مينځه وړلای شي او انسان کولای شي د ټینګ هوډ په مټ هرډول دمخدره توکو کارونه پریږدي.

که څوک وایی ناممکن دی او ډیرځله مو تصمیم نیول بریالی شوی نه یاست راځه یوځل بیا تصمیم ونیسه او هيّڅکله هم په هیڅ حالت کي دغه توکي بیا  مه کاروه وګوره چې بریالی کیږي او که نه !؟ او ګوره چې امکان لري او که نه ؟ مطمیناً چې امکان لري او ډیرو دغه کار ترسره کړی.

اعتیاد ستاسو دبریو مخه نیسي ، ستاسو امکانات ضایع کوي، ستاسو روغتیا سل په سلو کې خرابوي او لنډه داچې الله (ج) له تاسو څخه ناراضه کیږي.