General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): الهی لارښونی: زنا، بډی اوشراب له کبیره ګناهونونه شمیرل کیږی

الهی لارښونی: زنا، بډی اوشراب له کبیره ګناهونونه شمیرل کیږی

2020-11-05 CNJC Photo

 

هرمسلمان پوهیږی چی دری واړه ګناهونه( زنا،بډی اوشراب) له کبیره ګناهونونه شمیرل کیږی ، ځکه الله (ج) په خپل عظیم الشان کتاب (قرآن کریم) کی فرمایلی: ای هغه کسانو چی ایمان راوړی !شراب،بډی او بخت ازموینی نجس اودشیطان کړنی دی او ددغی شیانونه لری اوسی ترڅو چی کامیابه سی.

اوهمدارنګه   الله (ج) د زنا به هکله فرمایلی:" زنا ته  مه نژدی کیږی ځکه چی زنا بد کار دی او بد لار ده.

اوهمدارنګه نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی: زناکونکی ،بډوهونکی ،شراب خواراو غل هغه وخت چی مرتکب دګناه کیږی یوی هم ایمان نه لری.

دینی علماوو ، هم د قرآن اوسنت په استناد وایی چی شراب ،زنا ،بډی ، غلا اوبخت ازموینی له کبیره ګناهونو شمیرل کیږی  نو له دی کبله هریو مسلمان باید له دغی کړنی نه ځانونه وساتی .

مولوی ثناالله  دکابل ښار دیومسجد ملا امام  هم دقرآنی اونبی نصوصو پربنسټ دپورتنی ګناهونو په هکله(آګاهی مجلی ) ته خپل نظر داسی وړاندی کړل.

دغه دینی عالم دنبوی صلی الله علیه وسلم دارشاداتو پربنسټ وایی چی پیغمبر علیه سلام په لس موردو شرابو ته لعنت ویلی:(( شرابوته،څوک چی شرابو ته لاس وهی،څوک چی دهغه په خواست شراب نیول کیږی، پلورنکی،خرڅونکی،انتقالونکی،څوک ته چی شراب انتقال کیږی،څوک چی پیسی لاس ته راوړی ، خوړونکی اوڅوک چی شراب نوروته توزیع کوی.))

هغه وایی چی حسب شرایط کله ،کله دشرابو ګناه د زنا نه هم ډیریږی ، په طور دمثال :یو سړی چی یوځل مرتکب دزنا کیږی او بیا وروسته دغه کړنی ته مخه نه کوی ، اما څوک چی په دوامداره توګه شراب څکی اودغه کار باعث دبداخلاقی ،سوء رفتار اوحتی دخپل اهل وعیال نفقه هم نه ورکوی او فحش ګویی کوی او دفاسدو خلکو سره ناسته پاسته کوی نو په دی حالت کی دشراب خواره ګناه دهغه چانه چی یو ځل مرتکب د زنا کیږی او نور دغه کړنی ته مخه نه کوی لویه ده.

نوموړی زیاتوی چی دشرابو مفاسد دزنا دمفاسدو څخه زیاتی دی ځکه چی ډیری کسان کله چی شراب څکی بیا وروسته زنا،قتل، سرقت او... ته مخه کوی نو له همدی وجی نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی چی :(( شراب اُم الخبائث ده.))

 دغه دینی عالم وایی چی مسلمان ته په کارده چی له دغی کبیری ګناهونونه ځان وساتی اوکله چی مرتکب دیو ګناه کیږی ژر ترژره خدای ته توبه اوباسی او بیا دغی بدی کړنی ته مخه نکړی.

نو له دی کبله ټولو ته جوته شوه چی شراب اونورمخدره توکو داسلام له نظره حرام اوعظیمه ګناه بلل کیږی بناْ ټول مسلمانانو ته لازمه ده چی ددغی منفوری پدیدی څخه ځانونه لری وساتی ترڅو چی کامیابی مو په برخه شی.

اوهمدارنګه دولتی ذیربطو مسوولینو ته په کارده چی ددغی منفوری پدیدی سره جدی چلند وکړی ترڅو چی زمونږ په اسلامی هیواد کی دشرابو، مخدره توکو او نورو حرامو شیانو راکړه ورکړه بیخی له مینځه یوړل سی.