General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ۱۸۸تنه قاچاق وړونکو ته تر ۳۰ کاله بند سزا صادر شو

۱۸۸تنه قاچاق وړونکو ته تر ۳۰ کاله بند سزا صادر شو

2020-10-27 Presiner 5.jpg

 

 د ۱۳۹۹ لمریزکال د تلې میاشتې په اوږدوکې ۱۸۸تنه په مسکراتو اونشه یې توکو تورن د ۱۳۰ قضیو په اړوند د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی دعدلي او قضایې مرکز د ابتدایی محکمی له لوری په علنئ قضایې جلسو کې له ۳میاشتونه تر ۳۰ کالو پوری په حبس محکوم په سزا شول.

د تورنو په مینځ کې ۲۸ تنه دولتي مامورین  او دري میرمني شتون لري.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۲۰ عرادی موټره،۴عرادی موټرسایکلونه ،۱۳ میله وسلئ او ۱۶۸ سیټه ګرځنده تیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۵۸۴۰۰) نغدی افغانئ او (۱۰۶) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه په دی موده کې د یاد مرکز د استیناف محکمی لخوا پر ۱۴۹ تنه د شپږو دولتی مامورینو او یوه بهرنې وګړی په ګدون د ۱۱۳ قضیو په اړوند په بیلابیلو تنفیذی حبس محکوم په سزا شوی دي.

په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۳۸ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

له بل لوری په یاد وخت کې د نشه یې توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو د جرایمو د۷۳ قضیو په اړوند ۹۸ تنه د څلورو میرمنو په ګدون د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوی او عدلی او قضایی څیړونو په موخه د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز رالیږل شوی دي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې ۱۶ تنه د دوو میرمنو په ګدون هغه کسان دي چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یي  توکي(هیرویین) په خیټه او سفری بکسو کې یې هندوستان او بلجیم هیوادونو ته یي قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي دي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د تلې میاشتی په اوږدوکې د را رسیدلو قضیو په اړوند (۲۱۳,۲۸۸)کیلوګرامه هیرویین (۳,۲۸)کیلوګرامه مورفین  (۱۴۱,۸۶) کیلوګرامه تریاک (۳۰۵,۹۹۹) کیلوګرامه چرس (۳۷,۴۳۱)کیلوګرامه مت امفتامین (۱۳۰)  کیلوګرامه بنګدانه (۹۹۵) کیلوګرامه خشخاش(۱۱۷,۳)لیتره تیزاب (۹۵۲,۷۵) لیتره الکولی مشروبات (۴۰) کیلوگرام مواد کیمیاوی جامدی(۳۰۰  ) لیتره مایع کیمیاوی مواد(۹,۰۲۳ ) کیلوګرامه ناپیژاندی مواد او (۰,۶۹۶)  کیلوګرامه روان اړوونکی  ګولی کشف او ترلاسه شوی.

هغه ولایتونه چې د (تلې) میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۲۹ قضیو په درلودلو او هرات ولایت د ۹ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.
دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۹ کال د وږی میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۹۹ قضیو په تړاو۱۳۱ تنه د څلورو میرمنو په ګدون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي اوقضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد دمبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.