Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د تلې میاشتې راپور

د تلې میاشتې راپور

2020-10-27 CNJC-LOGO

 

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز د تدقیق، بررسی او لابراتوار لوی مدیریت، ځانګړی عمومی څارنوالئ ریاست،ابتداییه اواستیناف محاکمو اری راپور

د۱۳۹۹ لمریزکال د تلې میاشتې په اوږدوکی د نشه یې توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو د جرایمو د۷۳ قضیو په اړوند ۹۸ تنه د څلورو میرمنو په ګډون د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوي او عدلي او قضایي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یي توکوپرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکزته رالیږل شوی دي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې ۱۶ تنه د دوو میرمنو په ګدون چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یې توکې (هیرویین) هندوستان او بلجیم هیوادونو ته یي قاچاق کړی چې دامنیتی اوکشفی ارګانو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شو.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۲۰ عرادی موټره،۴ عرادی موټرسایکلونه،۱۳ میله وسلئ او ۱۶۸ سیټه ګرځنده ټیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۵۸۴۰۰) نغدی افغانئ او (۱۰۶) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د تلې میاشتی په لړ کې د ابتداییه محکمی له لوری۱۸۸ تنه د ۲۸ دولتی مامورینو او دري میرمنو په ګدون د ۱۳۰ قضیو په اړوند له دریو میاشتو نه تر۳۰ کالو حبس محکوم په سزا شوي  او  د اسیناف محکمی لخوا۱۴۹ تنه د شپږو دولتی مامورینو  او یوه بهرنې وګړی  په ګدون د ۱۱۳ قضیو په اړوند تنفیذی فیصلی صادری شوی دي.

په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۳۸ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د تلې میاشتی په ترڅ کې د را رسیدلو قضیو په اړوند(۲۱۳,۲۸۸)کیلوګرامه هیرویین (۳,۲۸)کیلوګرامه مورفین (۱۴۱,۸۶) کیلوګرامه تریاک (۳۰۵,۹۹۹)کیلوګرامه چرس (۳۷,۴۳۱)کیلوګرامه مت امفتامین(۱۳۰)کیلوګرامه بنګدانه(۹۵۲,۷۵) لیتره الکولی مشروبات(۴۰) ګرامه جامد کیمیاوی مواد(۳۰۰) لیتره مایع کیمیاوی مواد

(۱۱۷,۳) لیتره تیزاب ( ۹,۰۲۳) کیلوګرامه ناپیژاندی مواد(۹۹۵)کیلوګرامه خشخاش او(۰,۶۹۶) ګرامه روان اړوونکی  ګولی کشف او ترلاسه شوی.

هغه ولایتونه چې د (تلې) میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۲۹ قضیو په درلودلو او هرات ولایت د ۹ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۹ کال د وږی میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۹۹ قضیو په تړاو۱۳۱ تنه د څلورو میرمنو په ګدون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.
د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.