General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): دمخدره توکو او دُخانیاتو استعمال دخولی جوف باندی ډیرناوړه اغیزه لری

دمخدره توکو او دُخانیاتو استعمال دخولی جوف باندی ډیرناوړه اغیزه لری

2020-10-22 CNJC Photo

 

دطبی علوموکارپوهان وایی چی دمخدره توکو اودُخانیاتو استعمال نه یواځی چی دانسان نورو اعضاوو ته زیانونه لری بلکه په خاصه توګه دخولی جوف باندی ډیرناوړه اغیزه لری.

ددغه پوهانو په خبره دمخدره توکو او دُخانیاتو استعمال دغاښونو دتوروالی باعث کیږی، د ورو دمشکلاتو باعث کیږی، دژبی دمشکلاتو باعث کیږی اوهغه غدوات چی دلعاب دخولی اویالاړی تولیدوی ددی دخرابیدلو باعث هم کیدلی شی.

دمخدره توکو او دُخانیاتو داستعمال دزیانونو په اړه دصافی دغاښونوکلنیک مشرډاکټرعزیزاحمد صافی وایی چی څوک چی دمخدره توکونه استفاده کوی په لمړی سرکی کله چی دوی دمخدره توکونه استفاده کوی ،هغه معمولاْ دلوګی په شکل باندی استفاده کوی کله چی لوګی د دوی خولی ته داخل کیږی، اولین ځای چی هغی سره مخامخ کیږی هغه غاښ ده.

ښاغلی صافی زیاتوی ، هغه کس چی دمخدره توکو او په خاصه توګه د دُخانیاتو نه استفاده کوی دهغه دغاښ په سطحه کی یوه توره لکه پیداکیږی چی په دغه لکه کی غذایی موادو بقایا یعنی  یو زیګوالی پیداکیږی دغاښ په سطحه چی په دغی کی غذایی مواد،مکروبونه او لاړو هغه کوم چسپناک قسمتونه چی دی، داپه کی اجتماع کوی اویو نوعه اسید چی هغی ته لکتیک اسید وایی دغه اسید تولیدوی .

د ډاکټرپه خبره، دغه اسید دی چی بیا دکریز یا جنجو وهلو باعث ګرځی چی ورو،ورو دغه تخریبات مخکی ځی او د ورو دمشکلاتو باعث کیږی.

دښاغلی ډاکټر عزیزاحمد صافی ، په وینا، هغه کسان چی دمخدره توکو او دُخانیاتو استفاده کوی دهغوی په خولی کی دنورو ستونزو ترڅنګ بکتریایی پلکونه منځته راځی یعنی دغاښ په هغه قسمت کی چی وروسره نږدی دی دلته بعضی منګونه  یا تیږی منځته راوړلی چی همدغه تیږی یامنګونه په خپله باعث  د دی کیږی چی یو فاصله دغاښ او وری په منځ کی ایجاده شی او دورودښکته کیدولوباعث کیږی چی دلته ښه ځای ده دمکروب  دپاره یعنی مکروب پکی ځای نیسی او د ورو دمشکلاتو باعث کیږی.

دی وایی، هغه څوک چی دلوګی نه استفاده کوی یاسګرټونه دمثال په ډول که دوی دغه سګرټ سکی ، اکثره خلک معمولاْ سګرټ اوالکول سره همزمان استعمالوی نو په دغه حالتونوکی د دوی دغاښونو په سطحه کی بعضی درزونه پیداکیږی ځکه کوم لوګی چی دوی اخلی هغه ګرم حرارت لری دغاښونو دګرمیدلو باعث کیږی او بیرته په څنګ کی دوی دیخو موادو نه یعنی الکول چی کله استفاده کوی معمولاْ دوی پکی یخ اچوی چی داسره یوتعادل دحرارت یا له منځه وړی او یو اختلاف دحرارت منځته راځی یعنی ګرموالی اوسردوالی چی دا په خپله باعث  د دی کیږی چی غاښونو په سطحه کی بعضی درزونه پیداشی.

دغه ډاکټرزیاتوی چی ، هغه څوک چی دمخدره توکونه یادلوګی په شکل استفاده کوی، بعضی مکروبونه په خولی کی دی چی هغه نارملی وظیفی لری یعنی هغه دمونږ اوستاسو دوجود دپاره ګټه رسوی ، نو کله چی مخدره توکی دلوګی په شکل باندی استفاده کیږی، هماغه مکروبونه له منځه وړی دهغه مکروبونه مقدارکموی اوبرعکس هغه کوم مکروبونه چی وجود دپاره مضر دی دهغی په زیاتیدلو کی مرسته کوی او زمینه دمکروب د ودی دپاره مساعد وی .

دښاغلی صافی په وینا، کله چی دغه مخدره توکونه استفاده کیږی ، داچی مونږ اوستاسو کله اخلوداپه هغه غدواتو باندی چی لعاب دخولی تولیدوی یعنی څو غدی دی په خولی کی چی دهغه وظیفه دغه دی چی داوبو یادغه کوم لعاب چی زمونږ اوستاسو په خولی کی ده دغه لعاب تولیدوی ، دلعاب څو مختلفی وظیفی دی چی دلته دبحث نه، لری دی ، خو یوه وظیفه دغه ده چی غاښونه پاکوی اوبله خاصیت یی دغه ده ضدمکروبی خاصیت لری نوکله چی هغه اشخاص دمخدره توکو نه استفاده کوی د دغی غدواتو هغه کوم مواد چی افرازه یی، دهغی په افراز کی کمی راولی یعنی دغه افرازاتومقدارکموی په نتیجه کی هغه کوم ضدمکروبی مواد چی دلاړو دطریقه په خولی کی تولیدیږی دهغی تولید کمیږی او ډیر زرغاښونه او وری دمکروب په مقابل کی ضعیفه کیږی اودخرابیدلو باعث کیږی.

هغه زیاته کړ،همدارنګه هغه څوک چی دمخدره توکونه استفاده کوی ځګه دوی هغه کوم روانی حالت يی چی ده ، ښه نه  ده، دوی ستونزی لری ،مشکلات لری ،دوی بیا دشپی لخوا خپل غاښونوباندی ډیرفشار راولی یعنی عادت ورته پیداکیږی چی دوی دشپی لخوا خپل غاښونه چیچی یافشارورباندی راولی چی دغه بیش له حده فشار ورو، ورو دغاښونو دخرابیدلو باعث کیږی او غټه ستونزه اوغټ مشکل چی دلته منځته راولی هغه داده چی دژامی په مفصل باندی ډیرفشارراولی چی باعث  د ډیروشدیدو دردونوکیږی وروسته، چی حتی دتداوی نه هم موضوع خارجیږی.