Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د ۱۳۹۹ لمریزکال د دوهمی ربعی راپور

د ۱۳۹۹ لمریزکال د دوهمی ربعی راپور

 

د۱۳۹۹ کال د دوهمی ربعی په اوږدوکې ټولټال د ۲۵۹ قضیو په تړاو۳۵۲ تنه د شپږو میرمنو او یوه بهرنی وګړی په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او له اړوند دوسیو سره یې دعدلي اوقضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږلی دي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو نیول شویو کسانو په مینځ کې ۱۲ تنه د  دوو میرمنو په ګدون چې غوښتل یي د حامد کرزی له نړیوال هوایی ډګر څخه نشه یې توکې(هیرویین) په خیټي او سفری بکسونو کې هندوستان هیواد ته یې قاچاق کړي چې دپولیسو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوی دي.

همدارنګه دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزدځانګړی څارنوالئ په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د۱۳۹۹لمریزکال د دوهمی ربعی په لړکې۶۱عرادی موټره ،۸عرادی موټرسایکلونه،۴۲۹سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه او۴۰میله بیلابیل وسلئ چې د مسکراتو او نشه یي توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی وو مصادره کړي او (۳۵۷۱۱۹) نغدی افغانئ او (۱۱۰۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

له بلخوا په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۳۰۵ تنه د۲۱ تنه دولتی کارکوونکي او دوو  میرمنو په ګډون د۲۲۳ قضیو په اړوند له در ۶۰ زره افغانیو نغدی جریمی سربیره تر تر۳۰کالوپوری محکوم په سزا شوي او د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا ۲۱۱ تنه د ۱۸تنه دولتی کارکوونکو  او دری تنه میرمنو په ګدون د۱۴۴ قضیو په تړاو په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم په سزا شوي.

همدارنګه تیرو دریو میاشتو کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی د ابتدایی او استیناف محکمو له لوری د موثق دلایلو نه شتون له کبله ۱۷ تنه د پنځو دولتی کارکونکو په ګدون بیګناه پیژندل شوی دي.

له بل لوری په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۸۸ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د۱۳۹۹ کال د دوهمی ربعی په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات، نشه یې توکی او روان بدلونکي ګولی چې قضیی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

 هیرویین (۵۸۲,۸۴۶)کیلوګرامه
مورفین (۱۲۹,۲۴) کیلوگرامه
تریاک  (۲۰۷۲,۹۳۲) کیلوګرامه
چرس (۴۹۵۰,۶۰۱) کیلوګرامه
مت امتامین (ښیښه) ( ۶۲۷,۹۹۳) کیلوګرامه
روان اړونکې ګولی(ک) (۴۴,۸۵۲) کیلوګرامه
تیزاب( ۵۸۸۸,۵۵) لیتره
جامد کیمیاوی مواد(۴۶۳۲,۶۸) کیلوګرامه
الکولی مشروبات(۱۰۸۶۰,۲) لیتره
بنګدانه (۱۰۹۷۳۴,۷) کیلوګرامه
خشخاش(۶۱۰) کیلوګرامه
نا پیژاندی مواد:(۹,۰۲۳) کیلوګرامه
 
هغه ولایتونه چې د دوهمی ربعی په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۶۱ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۵۶ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۸ کال د لومړی ربعی په اوږدوکې ټولټال د ۱۰۹ قضیو په تړاو۱۴۶ تنه د۳ تنه زنانه او یو بهرنی وګړی په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.