General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ۱۷ تنه قاچاق وړونکي تر۳۰ کالو حبس محکوم شول

۱۷ تنه قاچاق وړونکي تر۳۰ کالو حبس محکوم شول

2020-09-15 Presiner 2.jpg

 

د یوی اوونئ  په ترڅ کې ۱۷ تنه د مسکراتو اونشه یې توکو په قاچاق تورن د ۱۳ قضیو په اړوند د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی دعدلي او قضایې مرکز د ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوري په علنئ قضایې جلسو کې له دوو کالو نه تر۳۰ کالو پوری په حبس محکوم په سزا شول.

د محکومینو په مینځ کې د یاد مرکز د ابتدایی محکمی لخوا ۷ تنه د ۵ قضیو په اړوند له دوو کالو نه تر ۳۰ کالو پوری او د اسیناف محکمی لخوا لس تنه د ۸ قضیو په اړوند په بیلابیلو حبسونو محکوم په سزا شوي.

نیول شوي تورن د افغان امنیتي او کشفي ارګانو لخوا د ۲۱,۲۶ ګرامه هیرویین،۷۶,۸۸۰کیلوګرامه مورفین،۲۲,۵۰۰ کیلوګرامه تریاک،۳۱۰ کیلوگرامه چرس، ۱۵۲۰ کیلوګرام بنګدانه او ۴,۲۷۳  کیلوګرامه مت امفتامین (ښیښه) د قاچاق په تور نیول شوي  او په اړوند یې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد دمبارزی عدلي او قضایي مرکز لخوا عدلي او قضایي فیصلي صادری شوی دي.

په همدی موده کې د مسکراتو  او نشه یې توکو پرضد دمبارزي پولیسو او افغان امنتي او کشفي ارګانو له لوری ۴۸ تنه د یوی میرمنئ په ګدون د ۳۱ قضیو په اړوند له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوي.
دغه کسان د بیلابیلو نشه یي توکو سره د کابل،تخار،هلمند،ننګرهار،کنر،هرات،غور،سرپل،نیمروز او پروان ولایاتو څخه نیول شوي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.