Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د چنګاښ میاشتې راپور

د چنګاښ میاشتې راپور

2020-07-23 CNJC-LOGO

 

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز د تدقیق، بررسی او لابراتوار لوی مدیریت، ځانګړی عمومی څارنوالئ ریاست،ابتداییه اواستیناف محاکمو کاری راپور

د۱۳۹۹ لمریزکال د چنګاښ میاشتې په اوږدوکی د نشه یې توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو د جرایمو د۹۹ قضیو په اړوند ۱۳۹ تنه د ۱ ښځی په ګډون د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوي او عدلي او قضایي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یي توکوپرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکزته رالیږل شوی دي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۴ عرادی موټره، ۱۳میله وسلئ او ۱۲۶ سیټه ګرځنده ټیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۱۵۴۰۵۶) نغدی افغانئ او (۴۰۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د ابتداییه محکمی له لوری ۸۰ تنه د ۱۴ تنو د ولتی مامورینو اویوی ښځی په ګډون د ۵۹ قضیو په اړوند د ۴میاشتی او۸ ورځی تر ۳۰ کالو حبس محکوم په سزا شوي  او  د اسیناف محکمی لخوا ۶۷ تنه د ۵ دولتی مامورینو او ۲ ښځو په ګډون د ۳۹ قضیو په اړوند تنفیذی فیصلی صادری شوی دي.

په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۳۰ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د چنګاښ میاشتی په ترڅ  کې د را رسیدلو قضیو په اړوند (۳۳۴,۵۵۶) کیلوګرامه هیرویین، (۱۰۶,۳۸) کیلوګرامه مورفین،(۱۵۴۶,۷) کیلوګرامه تریاک(۲۲۹۱,۶۵) کیلوګرامه چرس،(۶۳۰) لیتره الکولی مشربات ،(۸۷,۸۵) کیلوګرامه مت امفتامین(ښیښه) ،(۳۲۵۸۱) کیلوګرامه بنګدانه،(۵۸۶۹,۰۵) لیتره تیزاب، (۲۶۰۲,۰۸)کیلوګرامه جامد کیمیاوی مواد ،(۶۱۰) کیلوګرامه خشخاش او(۱۳,۸۹۵) کیلوګرامه روان اړوونکی ګولی (ک) کشف او ضبط شوی.

هغه ولایتونه چې د (چنګاښ) میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل اوننګرهار ولایتونه د ۲۵-۲۵ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۹ کال د غبرګولی میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۵۳ قضیو په تړاو۵۶ تنه دیوی ښخی په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.
د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.