General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د نشه یي توکو اته قاچاقوړونکي تر پنځو کالو بند محکوم شول

د نشه یي توکو اته قاچاقوړونکي تر پنځو کالو بند محکوم شول

2020-07-07 CNJC Photo

 

د تیرې اونۍ په جریان کې اته کسان د مسکراتو او نشه یې توکو قاچاق په شپږو قضیو کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ابتدایی او استیناف محاکمو په علني غونډو کې له څلورو کالو نه تر پنځو کلونو بند محکوم شول.

د محکوم شویو په منځ کې ۲ تنه د دوو قضیو په اړوند د ابتدایی محکمې لخوا له څلوو کالو څخه تر پنځو کلونو بند محکوم شوي  او شپږ تنه د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د استیناف محکمې لخوا په څلورو قضیو کې په بیلابیل تنفیذی  حبس  محکوم شوي دي.

دغه کسان د  هیواد امنیتی او کشفي ارګانونو له خوا له څه باندی اتو کیلوګرامو هیرویینو، ۲کیلوګرامه مورفینو،  ۲۲۰کیلو ګرامه چرسو او څه باندی یوه کیلوګرامه میتامفیتامین قاچاقو په تړاو نیول شوي دي. عدلی او قضایی څیړنو له پاره د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلیی او قضایی مرکز استول شوی وو چې د څارنوالانو تحقیق وروسته د یاد مرکز محاکمو لخوا پروړاندې پریکړي صادره شوي.

په ورته مودې کې، د مسکراتو او نشه یې توکو پروړاندې مبارزې پولیسو ۳۶ تنه شکمن کسان یي د هیواد له بیلابیلو سیمو څخه نیولي او عدلیی او قضایی څیړنو له پاره دوسیي د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته  استولی دي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د مسکراتو او نشه یې توکو پروړاندې مبارزی قانون وروستي تعدیلونو پربنسټ؛ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز د دې قانون د ۱۶او ۱۷ مې مادې په رڼا کې د هغو قضیو عدلی او قضایی چې وزن یي له یو کیلوګرام څخه ډیر هیرویین، له یو کیلوګرام څخه ډیرمورفین، له ۱۰ګرامه څخه ډیر نشه یې سنتیتک، له ۵لیترو څخه ډیر اسیتیک انهایدرایت اسید، له ۵۰ جریب څخه ډیر کښت شوی د نشه یې توکو ترکیب مواد، له ۳۰۰ لیټرو ډیر الکولي مشروبات، له ۱۰کیلوګرام څخه ډیر تریاک او له ۵۰کیلوګرام څخه ډیر چرس وي په ټول هیواد کې صلاحیت یې لری.
دا په داسی حال کې ده چې دوه اوونۍ دمخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز استیناف محکمې لخوا په علنی قضایی جلسوکې ۱۳کسان د دوه میرمنو په ګډون د شپږو قضیو په تړاو په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم شوي و.